په ډېرې خواشينۍ سره چې د افغانستان يو تکړه طنز لیکونکی محمد عثمان اکرم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
إنا لله و إنا إلیه راجعون
ښاغلی اکرم د هېواد يو لوی فرهنګي شخصيت و چې د (زنبیل غم) مجله يې تاسیس او مدیریت کړه. هغه همداشان د تلويزيوني طنزي خپرونو چلوونکی هم و.
د ښاغلي اکرم مړينه د هېواد د رسنيو او فرهنګي ټولنې لپاره يوه ستره ضایعه ده.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خپلې ژورې خواشيني او تسلیت مراتب د نوموړي کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوي.
