د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ملاتړ نړیوالو او داخلي بنسټونو په څېر اطلاعاتو ته د لاسررسي د نړیوالې ورځې د نمانځې په لړ کې د دې ورځې مبارکي وایي.
اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو اساسي حق ګڼل کېږي. کره او پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی د بې بنسټه، ناکره او غلطو خبرونو په مخنیوي کې د پام وړ رول لري او ټولنه له ابهام څخه را وباسي.
څنګه چې اطلاعات د وګړو په ژوند کې مهم رول لري، د باور وړ او پر وخت اطلاعاتو ته لاسررسی د یوې عادلانه ټولنې د رامنځ ته کولو او په دې ټولنه کې د وګړو د مشارکت په برخو کې خورا مهم دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د یوې رڼې، عادلانه او ځواب ویوونکې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره اطلاعاتو ته په لاسررسي ټینګار کوي او له ښکېلو ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوي، چې اطلاعاتو ته وګړو د لاسررسي په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
اطلاعاتو ته د لاسررسي د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له حکومتي مسوولینو څخه غوښتنه کوي، ترڅو د اطلاعاتو ته لاسررسي په برخه کې ګټور میکانیزمونه فعال او اطلاعاتو ته د لاسررسي قانون نافذ اعلان کړي.
اطلاعاتو ته د لاسررسي نړیواله ورځ د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په ۷۴یمه غونډه کې ونومول شوه.

