خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، غزني او کندز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیاو په تړاو غونډې وکړ

c.JPG

7. October 2024, 12:42

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په ننګرهار، غزني او کندز ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیاو په تړاو غونډې وشوې.


په دغو ناستو کې د اطلاعاتو او کولتور ریاستونو مسوولینو، د ختيځ، مرکز او شمال ختيځ ولایتونو لپاره د کمېټې استازو، د یو شمې سیمه ییزو ادارو ویاندویانو او استازو او په دغو ولایتونو کې د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو برخه اخېستې وه.


د یادو غونډو پرمهال اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په ارزښت او اړوندو مسایلو په تړاو د خبرو اترو ترڅنګ، د حکومت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمینو پر ډېروالي ټینګار وشو.


په دغو غونډو کې حکومتي مسوولینو ژمنه وکړه چې رسنیو او خبریالانو سره به همکار وي او د خبریالانو د اړتیا ود اطلاعات به له هغوی سره شریکوي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو لپاره دوامداره هڅې کوئ.