د مونسه همدم د مړينې په تړاو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ډاډګېرنې پيغام

266t.jpg

23 جدی 1403

په ډېرې خواشينۍ سره چې د فاریاب ولايت يوه تکړه خبریاله مونسه همدم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.


إنا لله و إنا إلیه راجعون


مېرمن همدم د (همدم) میاشتنۍ د امتياز څښتنه او مسوول مدیره وه. پر دې سربېره هغه په فاریاب ولايت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې د ټيم يوه فعاله غړې هم وه.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خپلې دغې همکارې قدرمنې کورنۍ او خپلوانو ته د ډاډګېرنې او همدردۍ مرابت وړاندې کوي.


د مېرمن همدم مړينه د هېواد د رسنيو د ستر کور او په ځانګړي توګه د فاریاب ولايت لپاره يوه لویه تشه ده.