د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او حکومت او رسنيو ترمنځ د ګډو کمېټو د پياوړتيا په موخه په بلخ، فاریاب، زابل، پروان، بغلان، غور، تخار، فراه او سرپل ولايتونو کې غونډې جوړې کړې.
په دغو ناستو کې، د پروان والي محمد ادريس نوري، د زابل مرستيال والي مولوي محب الله حماس، د اطلاعاتو او کولتور رياستونو مسوولینو، د سیمه ييزو ادارو ویاندویانو او استازو، په یادو ولايتونو کې د ځايي رسنيو خبریالانو او مدیران او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې د رسنيو او خبریالانو د کار پر وړاندې په پرتو ستونزو، په ټرانسمیټرونو کې د فیلټرونو نصبولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې وشوې.
په دغو ولايتونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حال او د رسنیو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوي دي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.









