هرات، افغانستان: پرون ماښام د یوه پخواني جهادي قوماندان کسانو د هرات ولایت ناب ټلویزیون پر ودانۍ باندې برید وکړ چې په پایله کې یې دوه تنه برید کوونکي د ټلویزیون د کارکوونکو د مقاومت له امله ټپیان شول. له دغې پیښې وروسته پولیسو د دغه ټلویزیون د خپرونو مسؤول رامین احراري له ځانه سره وړی دی او د ټلویزیون ودانۍ هم د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې ده. مسؤولان په هرات ولایت کې وایي چې دغه پیښه د ټلویزیون د څښتن او د برید کوونکو ترمنځ د مالي معاملو له امله رامنځ ته شوې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ناب ټلویزیون پر ودانۍ باندې برید په کلکه غندي او په رسنیو او خبریالانو باندې بریدونه په هیڅ توګه د توجیه وړ نه بولي.
همداراز کمیټه د دغې موضوع د جدي څیړنې غوښتونکې ده او له حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو او رسنیو مالي او ځاني امنیت په جدي او ريښتینې توګه خوندي کړي.
