په هرات ولایت کې د پولیسو له خوا د یوه خبریال د وهلو ټکول کیدلو په اړه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې خبرپاڼه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
19 ثور 1394

هرات، افغانستان: د جمعې د ورځې د غرمې پر مهال یوه پولیس په هرات ولایت کې د آسیا خصوصي ټلویزیون له خبریال جمشید حکاک سره تر یوې لفظي شخړې وروسته د نوموړي خبریال پر وهلو او ټکولو لاس پورې کړ. د یادونې وړ ده چې دغه خبریال د سر او مخ له ناحیې څخه په سطحي توګه ټپي شوی دی.


مقصود احراري، د آسیا ټلویزیون مسؤول، د دولت او د خبریالانو د ارګانونو له لارې د دغې قضیې د جدي تعقیب غوښتونکی ده.


په ورته وخت کې عبدالرؤوف احمدي د هرات ولایت د پولیسو ویاند د دغې پیښې د تاییدولو تر څنګ د څیړنو له پیل کیدلو څخه خبر ورکوي. د یادونې وړ ده چې دغه خبریال ټپي شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.


په همدې حال کي د هرات ولایت خبریالانو په یوه غونډه کې پریکړه کړې ده چې صبا ورځ به له خبریالانو سره د دغه ډول چلند د غندلو په موخه د هرات ولایت د مقام د ودانۍ په مخه کې یوه اعتراضیه غونډه وکړي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې دغه پیښه په شدیدو الفاظو غندي، په هرات ولایت کې د حکومت له مسؤولانو څخه غواړي چې دغه موضوع په جدي توګه بررسي او پایلې یې د هیواد د رسنیو له کورنۍ او ولس سره شریکې کړي.


یاده کمیټه یوځل بیا ټینګار کوي چې د هیواد د نافذو قوانینو پر بنسټ د دولتي او امنیتي مؤظفینو په ګډون هیڅ څوک ددې حق نه لري چې د جرم له ثابتیدلو څخه مخکې د چا په وهلو او ټکولو لاس پورې کړي او یا یې هم مجازات کړي. دغه ډول عملونو ته مخه کول د قانون له نظره په صراحت سره جرم ګڼل کیږي او هغه کسان چې په دغه ډول جرمونو لاس پورې کوي باید په جدي توګه د عدلي او قضایي ادارو له خوا تر تعقیب لاندې ونیول شي.