کابل، افغانستان: د هیواد پیژندل شوی عکاس نجیب الله مسافر چې تیره اونۍ د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا په شپږ میاشتو بند باندې محکوم شو، د جمهور رییس محمد اشرف غني له خوا د بخښنې د یوه فرمان په صادریدلو سره وبخښل شو او ډیر ژر به را خوشې شي.
استاد مسافر په ۱۳۸۵ کال کې په غازي استدیوم کې د سپورټي مراسمو پر مهال د هغو نجونو عکس اخیستی وو چې د باسکتبال رسامي شوي توپونه یې د سپورټي سمبول په توګه لیږدول. استاد دوه قطعې دغه عکسونه د هنر هفتم په نوم په یوه تبلیغاتي شرکت باندې پلورلي وو. نوموړي شرکت په اصلي عکسونو کې په لاس وهلو سره د باسکتبال د توپ د انځور پرځای د اتصالات شرکت لوګو نصب کړې او بیا یې دغه عکسونه خپاره کړي وو. دغه کار ددې لامل وګرځید چې د هغو نجونو کورنۍ شکایت وکړي. د دغې دعوا مدعیانو د ۱۳۸۶ کال د سلواغې میاشتې په اته ویشتمه استاد مسافر ته برائت ورکړ او له خپلې دعوا څخه تیر شول. خو له دې سره سره دغه دعوا یو ځل بیا له پنځو کلونو وروسته د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا رابرسیره شوه او په پایله کې یې استاد مسافر په شپږ میاشتو بند محکوم شو.
د عدلي او قضایي ارګانونو دغه کار د خبریالانو او د خبریالانو د حقوقو د دفاع ارګانونو کلک غبرګون راوپاراوه چې د حکومت له رهبرانو څخه یې وغوښتل چې د دغې قضیې د جدي بررسي حکم صادر کړي. په پایله کې، ډاکتر عبدالله عبدالله د دغې قضیې په جدي توګه د بررسي کولو ژمنه وکړه او جمهور رییس محمد اشرف غني نن د یوه فرمان په ترڅ کې نجیب الله مسافر عفو کړ.
د استاد مسافر زوی قیس نجیب وایي دغه حکم یې همدا نن د جمهوري ریاست د وزیرانو شورا د چارو د ادارې څخه ترلاسه کړی دی او هیله من دي چې استاد مسافر به ژر تر ژره خوشې شي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ملي یووالي حکومت او په تیره بیا د ولسمشر محمد اشرف غني له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او هیله منه ده چې په نورو مواردو کې هم د بیان د آزادۍ او رسنیو د ملاتړ په ډګر کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د خبریالانو او رسنیو اړوندو مسآلو ته جدي پاملرنه وکړي.
