غزنی، افغانستان: په غزني ولایت کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت د سرتیرو له خوا وهل شوی ټکول شوی. ښاغلی جلالزی د خپل کاري دفتر په لور روان و چې د ملي امنیت د کار کوونکي له خوا په دې بهانه چې تلاشي یې نه ده ورکړې تر برید لاندې راغلی او وهل شوی ټکول شوی دی.
د غزني ولایت د ملي امنیت مسوولینو د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې سیمه ایز استازي سره په اړیکه کې په دې اړه بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې څیړنې یې پیل کړي دي او هغه سرتیري ته به سخته سزا ورکړي چې دغه خبریال یې وهلی ټکولی دی.
د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې د دغه خبریال وهل ټکول په کلکه غندي ، دغه کار یو ناقانونه او د بیان د ازدۍ او ډیموکراسۍ ضد یو عمل بولي.
کمیټه دغه راز له حکومته او په ځانګړې توګه د غزني ولایت له سیمه ایزو مسوولینو غواړي چې دغه مسله بابیزه ونه ګڼه او د پیښې عاملین ونیسي او قانون سره سم سزا ورکړي
