کابل، افغانستان: طالبانو په يوه تازه خپره کړې اعلاميه کې يک او طلوع ټلويزيونونو ته د پوځي موخو او دښمن خطاب کړى او د دې دواړو رسنيو دفترونه او ټول همکاران يې پر مرګ او بريد ګواښلي دي.
رسنۍ، رسنيز فعالين او په افغانستان کې له خبريالانو او رسنيو ملاتړي او صنفي بنسټونه دا ګواښ په دوو رسنيو پورې محدود نه بولي، بلکې دا د افغانستان د ټولو رسنيو کور او د بيان ازادۍ ته چې د تېرې يوې نيمې لسيزې ستره لاسته راوړڼه ده، ګواښ بولي.
موږ باور لرو چې د افغانستان خلک دا انتظار لري چې د افغانستان رسنۍ تاوتريخوالي او ګواښ ته سر نه ټيټوي او د خبر رسولو په برخه کې خپل مسووليتونه پر ژمنتيا او له منل شوو معيارونو سره سم ادا کوي.
رسنۍ د ښکېلو جنګي اړخونو اړوندې نه دي، ملکي بنسټونه دي. په داسې حال کې چې د رسنيو له کړنو د اعتراض لپاره هر ډول متعارفې يا دوديزې لارې شته، خو هر ډول بريد ورباندې جنګي جنايت شمېرل کېږي.
موږ اعلانوو چې که چېرې طالبان د دغه ګواښ د عملي کولو لپاره عملي اقدام وکړي يا د دوى او بلې هرې ډلې له خوا داسې ګواښونه دوام وکړي، په لومړي قدم کې به رسنۍ د هغوى خبرونه تحريم کړي او وروسته به نور تصميمونه ونيول شي.
د افغانستان رسنيزه ټولنه د ديموکراتيکو ارزښتونو او مسلکي معيارونو په اړه پر خپله ژمنتيا ټينګار کوي او ځان د خبرونو او معلوماتو په خپراوي کې د مسلکي معيارونو رعايت ته چې د بې پرېتوب او تعادل اصل هم په کې دى، ژمن بولي.
موږ له افغان دولت او اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو غواړو چې د افغانستان له رسنيو او رسنيزو کارکوونکو پراخه ملاتړ وکړي او د هغوى امنيت، خونديتوب او ساتنې ته لومړيتوب ورکړي.
