خبریالانو او رسنیو ته د وروستیو ګواښونو په اړه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې خبرپاڼه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
24 میزان 1394

کابل، افغانستان: سره له دې چې په تیرو څوارلسو کلونو کې افغان خبریالانو او رسنیو د کره او بې پرې خبررسونې په برخه کې ښکاره ونډه درلوده او خپل دغه بې پریوالی یې ثابت کړی هم دی ، خو له بده مرغه په دې ورستیو کې سره له دغو ټولو مسلکي او بیطرفه چلند او کړنو سره سره بیا هم له جدي ننګونو او ګواښونو سره مخ دي.


پرکندز ښار ددولت د وسله والو مخالفینو د بریدونو پرمهال یوه تن خبریال شهید شو او شااوخوا شل رسنۍ هم یا وسوځول شوې او یاهم ویجاړې او شته او وسایل یې لوټ شول ، ددغو رسنیو خپرونې دریدلي او خبریالان او کارکونکي یې هم نورو ولایتونو ته ګډه شوي دي.


په ننګرهار ولایت کې د کلید او سبا راډیوګانو مخې ته چاودنې وشې ، دغه رسنۍ یې سختې زیانمنې کړې خو له نیکه مرغه چې ځاني زیانونه یې نه لرل.


خو داځل وسله والو طالبانو په خپل ویب سایټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طلوع او یک خصوصي ټلویزونونودفترونه دهغو خبریالان او کارکونکي خپل پوځي هدفونه بللي دي.


د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه پورتنیو ټکو ته په پام سره په هیواد کې د بیان د ازادۍ ،خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه اندیښمنه ده او په جګړه کې له ښکیلو غاړو غواړي لکه څنګه چې رسنۍ غیرپوځي ادارې دي او هیڅ یوې ډلې پورې اړه نه لري او هم یوازې خلکو ته د دقیقو او کره مالوماتو په رسونه کې کار کوي ، له مسلکي اړخه هم نشي کولای دهیڅ یوې خوا اړخ ونیسي ، نو باید ددوی خوندیتوب ته په جدي توګه پاملرنه وشي.


کمیټه ددغو دوو ټلویزونونو او دهغو دټولو خبریالانو ګواښل په کله غندي او دغه راز ګواښنې د اسلامي او انساني موازینو پر خلاف بولي. کیمټه په دې باور ده چې دخبریالانو ګواښل به دهیچا په ګټه نه وي او برعکس به هغو ډلو او خواوو ته منفي پایلې لکه د هغوی دخبرونو تحریمول او داسې نور له ځانه سره ولري چې دخبریالانو او رسنیو پر وړاندې په ګواښنې او تاوتریخوالي لاس پورې کړي.