د روان درمانی مرستی د افغان خبریالانو ته

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
25 حوت 1394

کابل، افغانستان: لکه څنګه چې ترډیره ګران خبریالان له هغو لومړنیو کسانو څخه وي چې د تاوتریخجنو پیښو سیمو ته رسيږي او رپوټونه ورنه چمتوکوي ، نو طبیعي ده چې له دغه شان ټکان ورکونکو او نارامونکو صحنو سره د مخ کیدو او یاهم د کابل په دهمزنګ سیمه کې د وروستۍ پیښې په شان حالاتو کې ددرنوخبریالانو موجودیت ،ددوی پر رواني او اروایي حالت خورا ژور اغیزپرې باسي .


د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې نږدې دوه کاله وړاندې په دې اړه د یوې سروې له مخې څیړنه هم کړې وه او پایلو یې داښوده چې ګڼ شمیر هغه خبریالان چې د تاوتریخجنو پیښو له سیمو یاهم له تاوتریخوالي سره د اړونده پیښو په اړه رپوټونه چمتو کوي ، له روحي ناکراریو ځوریږي .


د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې ددغې ستونزې د اواري په خاطر ، درنو خبریالانو ته د رواني ستونزو په اړه د مشورې ورکونې  خدمتونه په پام کې نیولي دي چې ددغې برخې د ډیرو تکړه ډاکټرانو له خوا وړاندې کیږي. هغه ګران خبریالان چې دغه شان ملاتړ ته اړتیا ولري نو کولای شي دافغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې سره اړیکه ونیسي . کمیټه به په دې برخه کې خپل ټول امکانات له دوی نه ونسپموي.


د لازیاتو معلوماتو لپاره دغوشمیرو او بریښنایي پتوسره په اړیکه کې کیدای شئ.


info@ajsc.af


۰۷۰۲۵۰۲۰۸۷