د خبریالانوپروړاندې دتاوتریخوالي دعاملینو دمعافیت د ختمیدو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په اړه د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې اعلامیه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
13 عقرب 1395

کابل، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ملګروملتونو دسیاسي دفتر یوناما او ددغه سازمان له فرهنګي برخې یونسکو سره په ګډه د نومبر دویمه د خبریالانوپروړاندې د تاوتریخوالي دعاملینو دمعافیت دختمیدو نړیواله ورځ ونمانځله.
په دغه غونډه کې لوړپوړو دولتي چارواکو،بهرنیو ډیپلیماتانو،خبریالانو،د رسنیومسوولینو،حقوق پوهانو او دمدني ټولنې استازو ګډون کړی و.
ګډونوالو خبریالانو اود رسنیو خوندیتوب سره په تړلو موضوعاتو او دغه راز هغو لارو چارو خبرې وکړې چې څنګه کیدای شي دخبریالانو او رسنیو پروړاندې د تاوتریخوالي دعاملینو لپاره معافیت پای ته ورسول شي.
ددې پروګرام اهمیت په دې کې دی چې په دې توګه دخبریالانو لپاره عدالت غوښتنه وشي ځکه چې ۲۰۱۶میلادي کال افغان خبریالانو ته ترټولو خونړی کال بلل شوی دی چې په دغه کال کې ۱۱ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي چې دا یو بې مخینې شمیره ښیي او د رسنیو او د رسنیو دکارکونکو لپاره یې اندیښنې راپیداکړې دي.
دخبریالانوپروړاندې دتاوتریخوالي عاملینو ته معافیت باید پای ومومي کنه نو د افغانستان ستره لاسته راوړنه چې د بیان ازادي ده له ننګونو سره به مخ شي. له مجازاتو معافیت به د خبریالانو او رسنیو ترمنځ د ځاني سانسور لامل شي چې د دقیقو اوپروخت معلوماتو درسونې پرړاندې به خنډ وګرځي.( دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې مشر،نجیب شریفي).
معافیت ددې لامل کیږي چې د تاوتریخوالو عاملین لاپسې زړور شي او یوه ویجاړونکې لړۍ رامنځته کړي.(پرنیل کاردل په افغانستان کې دملګروملتونوسازمان دځانګړي استازي مرستیاله).
ویره او ځاني سانسور په رسنیو کې یوه اصلي ستونزه ده چې په پایله کې یې خلک د معلوماتو له لاسته راوړلو څخه محرومیږي او د قانون پرواکمنۍ دخلکو باورکموي. هغه خلک چې دبیان ازادي چې د یوې ازادې ټولنې یوه مهمه ستن ګڼل کیږي تربرید لاندې راولي باید خپل ځانونه تر قانون پورته ونه ګڼي. میرمن کاردل له حکومت او رسنیو څخه وغوښتل چې نویو همکاریو او هوکړو ته ژمنتیا وښيي ترڅو دخبریالانوپروړاندې دتاوتریخوالو پیښې تعقیب کړای شي.
دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه ، دخبریالانو دخوندیتوب په برخه کې یوه مخکښه اداره ده چې مرکزي دفتریې کابل کې دی او په ۳۴ ولایتونو کې فعال استازي لري. کمیټه له خبریالانو څخه د بیړنیو مرستو ،عدالت غوښتنې،تحقیق،حقوقي مرستو او رواني درمنلې په برخه کې ملاتړ کوي .