د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د یماسیاوش د وژل کیدو په اړه د جدي پلټنو غوښتونکې ده

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
19 عقرب 1399

کابل، افغانستان: د طلوع ټلویزون د خپرونو پخوانی ویاند یما سیاوش، د نوامبرمیاشتي په ۷مه له خپلو دوو همکارانو سره یوځای، ددوی په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له امله شهید شو.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د نوموړي کورنۍ او د هیواد رسنیزې ټولنې ته د تسلیت ویلو ترڅنګ، دا عمل یو بشري جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.


د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي هر ډول کړنې که هغه د دندې پر مهال وي یا له دندې وروسته، په ښکاره توګه د بیان پر ازادۍ برید ګڼل کیږي. د اساسي قانون د ۵مو او ۷۵مو موادو له مخې د حکومت له دندو څخه یوه یې د هیوادوالو د امنیت خوندي کول دي. د بیان د ازادۍ حق د امنیت له ټینګښت پرته نشي عملي کیدای. هماغه شان چې د بیان ازادۍ له تیري خوندي ده، له بیان وروسته ازادي هم له تیري خوندي ده. د ارواښاد سیاوش قضیه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لومړنۍ قضیه نه ده، په وروستیو کلونو کې موږ پر خبریالانو د ترټولو خونړیو بریدونو شاهدان وو، خو له بده مرغه د تاوتریخوالو د قضیو د څیړنو او لازمو تابیاو د نیولو برخه کې د حکومت کار د بسنې نه و.


د داسې یو وضعیت دوام، په هیواد کې د رسنیو د ازادۍ برخلیک او د رسنیو غوړیدا لمنځه تلو سره مخ کوي او یو ځل بیا افغانستان د تیارو او چوپتیا پر لور بیایي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې باور دا دی چې د ارواښاد سیاوش قضیه شکمنه ده او پټې زاویې لري، د حکومت دنده په دې برخه کې یوازې په تورنولو پای نه مومي. کمیټه له حکومته په جدي توګه غواړي چې د هیواد له رسنیزې ټولنې سره یو ځای د نښوو نښانو موندلو، د عاملینو پیژندلو او قانوني تعقیب لاندې راوستلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې اړه د پرمختګونو په تړاو دې قدم په قدم رسنیزې ټولنې ته معلومات ورکوي. کمیټه دغه موضوع په جدي توګه تعقیبوي.


 له دې سربیره، په راتلونکې کې ددغه شان پیښو د مخنیوي لپاره کمیټه له حکومت څخه د لاندې مواردو غوښتنه کوي:


۱- حکومت باید د خپلو امنیتي او استخباراتي سیاستونو په اړه بیا کتنه وکړي او په دغه برخه کې هغه تشې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو لامل کیږي رفعه کړي.


۲- د بیان د ازادۍ پروړاندې د حکومت دنده یوازې د مداخلې په نه کولو سره نه بشپړیږي، بلکې حکومت باید د هیواد د رسنیو د ودې لپاره زمینه برابره کړي چې یو له هغو نه خبریالانو او رسنیو ته امنیتي تابیاوې نیول دي.


۳- د هیواد رسنیزه ټولنه د ناسم امنیتي حالت له امله په یوه  نا مطلوب حالت کې ده، حکومت دې د لازم امنیت په ټینګولو سره رسنیزه ټولنه ډاډمنه کړي ترڅو خبریالان وکولای شي خپل د خبریالۍ کارونه په ازاده توګه او له اندیښنې پرته ترسره کړي.


۴- امنیتي ادارې دې د ګډې کمیټې په چوکاټ کې د اطلاعاتو د شریکولو او د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو په تړاو د معلوماتو د ورکړې لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړي، ترڅو د خبریالانو پروړاندې ګواښونه په دوامداره توګه وارزوي او له خبریالانو او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې سره یې شریک کړي.


۵-هرډول امنیتي تابیاوې باید د اساسي قانون او د خبریالانو د خصوصي حریم د خوندیتابه په چوکاټ کې ترسره شي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وړاندیز شوي موارد په جدي توګه له حکومت سره تعقیبوي ترڅو خبریالان او رسنۍ خپل کارونه په امن فضا کې ترسره کړي.