په کندوز ولایت کې پر زهره راډیو د برید د قضیې دتعقیب په اړه وروستي جزییات

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
30 جدی 1399

کندوز، افغانستان: پر زهره راډیو برید چې د ۱۳۹۹ د جدي په ۲۶مه د جمعې په ورځ د مولوي عبدالبصیر په امر د لمونځکونکو له خوا ترسره شوې وه، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له لوري تعقیب شو.


د پیښې د تعقیب په پای کې، د راډیو د تخریب شویو وسایلو لیست د یو ټیم له لوري چې د کمیټې استازی هم پکې شامل و برابر شو او د تاوان مشخصه اندازه معلومه شوه.


په پایله کې نن ځانګړې غونډه وشوه او په هغې د کندز ولایت مرستیال، د حکومت او خبریالانو د ګډې کمیټې مشر او غړیو، د علمای کرامو استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د زره راډیو د نشراتو رییس او د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې استازي ګډون کړی و.


د کندز ولایت علماوو پر زره راډیو برید یو سوتفاهم او ناسم کار وباله او په ټوله کې یې د کندز ولایت د رسنیزې کورنۍ کارونه ښه یاد کړل. همدارنګه وپتیل شوه چې له دې وروسته دې ټولې ستونزې له قانون سره سم او د قانوني مراجعو له لارې تعقیب شي، او که هرڅوکه له غیرقانوني لارو کوم ګام پورته کوي نو قانوني مراجعو ته به ځواب ویونکی وي.


کمټيه د کندز ولایت د سیمه ایزې ادارې، علماوو او رسنیزې ټولنې له کوښښونو مننه کوي چې د موضوع د تعقیب لپاره یې کړي دي او باور لري چې د خبریالانو او رسنيو باید ملاتړ وشي او له بشپړ خوندیتوب نه برخمن واوسي.