کندز، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه پر زهره راډیو باندې نننی برید په کله غندي او له حکومت څخه غواړي چې دغه موضوع په جدي توګه وڅیړي ترڅو یې عاملان د قانون منګولو ته وسپارل شي او د څیړنو پایلې له خلکو او رسنیو سره شریکې کړل شي.
زهره راډیو د افغانستان په شمال ختیځ، کندز ولایت کې د یوې سیمه ایزې راډیو په توګه فعالیت کوي. د یوه لمونځ کوونکي په خبره د جمعې د لمنانځه پر مهال چې امامت یې مولوي عبدالبصیر کاوه، یوه سندره د لوډسپیکر په سیسټم کې ورګډه شوه، وروسته له هغې مولوي عبدالبصیر او نورو علماوو چې هلته په جومات کې حاضر ول، پر راډیو یې د برید امر وکړ.
مولوي عبدالبصیر د جمعې له لمانځه وروسته د ماسپښین په ۱:۳۰ بجې له خپلو مقتدیانو سره یوځای په زوره او د راډیو د دروازې په ماتولو سره د راډیو اسټیشن ته ورننوت او ددغې رسنۍ ټول وسایل یې ویجاړل کړل.
ددغې راډیو مسوول محسن احمدي وایي، مولوي هغه مهال پر راډیو د برید امر وکړ کله چې د یوې سندرې غږ د جومات د لوډسپیکر له سیستم سره یو ځای شو. مولوي پرته له دې چې تحقیق وکړي چې د سندرې غږ له کوم ځایه راځي، پر راډیو یې د برید امر وکړ.
د ښاغلي احمدي په وینا چې زهره راډیو د نن سهار له ۹:۰۰ څخه د ماسپښین تر ۱:۰۰ بجې پورې د بریښنا د نشتوالي له امله خپرونې نه درلودې.
کمیټه په دې باور ده چې په داسې یوه حالت کې چې د خبریالانو هدفي وژنو او د رسنیو پروړاندې ګواښونو زور اخستی دی، د خبریالانو او رسنیو ملاتړ او خوندیتوب ځانګړی اهمیت لري.
