ننګرهار، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ننګرهار ولایت په مرکز، جلال آباد ښارکې په دوو جلا بریدونو کې د انعکاس ټلویزیون د دریو کارکوونکو وژنه په کلکه غندي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د یادو شهیدانو کورنیو او همکارانو سره خپله غم شریکي څرګندوي او د جمیل صبر غوښتنه ورته کوي.
په ننگرهار ولایت کې د کمیټې د استازي په وینا، د انعکاس ټلویزیون د دوبلې برخې کارکوونکې، نن له غرمې وروسته د جلال آباد ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیو کې د نامعلومو وسله والو لخوا په دوه جلا بریدونو کې هغه مهال ووژل شوې چې له دندې څخه کور ته روانې وې. دا په داسې حال کې ده چې د سږکال د لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه، د انعکاس ټلویزیون یوه بله کارکوونکې ملاله میوند د نامعلومو وسله والو لخوا شهیده شوه.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له افغان حکومت څخه غواړي چې د یادو قضیو په اړه دې جدي پلټنې او د اعتبار وړ څیړنې ترسره کړي او د هغو پایلې دې د افغانستان خلکو او رسنیزې کورنۍ سره شریکې کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه تل او په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې د خبریالانو د وژنو قضیې په جدي توګه له حکومت سره تعقیبوي. خو د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنو د قضیو په اړه د حکومت لخوا د معلوماتو شریکول او د تحقیق لړۍ چې د کشفي او امنیتي ادارو له لوري ترسره کیږي د قناعت وړ نه بولي.
د هیواد د نافذه قوانینو پربنسټ، د افغانستان حکومت مسوولیت لري چې د هیواد د ټولو وګړو د ژوند او مال د امنیت ساتنه وکړي او د ملکي وګړو په توګه د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت د تامین لپاره عملي او اغیزناک ګامونه پورته کړي.
کمیټه باور لري که دغه اوسنی خطرناک حالت همداسې دوام ومومي، د افغانستان ترټولو مهمه لاسته راوړنه چې د بیان آزادي او رسنۍ دي له مینځه به ولاړه شي، له همدې امله باید جدي هڅې وشي او فشارونه وارد شي ترڅو دغه بریدونه ودروي او سمې پایلې ترلاسه کړي او د خبریالانو د وژنو لړۍ ودرول شي. کمیټه به د تل په څیر پدې برخه کې کار او هڅه کوي.
