کابل، افغانستان: د تیرکال په همدغه ورځ، افغانستان د بیان د آزادۍ د ملاتړ له نړیوال ایتلاف سره یو ځای شو. یو کال وروسته چې افغانستان د رسنیو د آزادۍ د ساتنې نړیوال ایتلاف کې شامل شوی، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له دغه ایتلاف سره د افغانستان د ژمنو د نه بشپړیدو په اړه خپله اندیښنه څرګندوي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په حکومت غږ کوي چې ددغو ژمنو د عملي کیدو په ترڅ کې په ځانګړې توګه په اوسني وضعیت کې له اړوندو رسنیزو بنسټونو او رسنیو سره په همغږۍ کې د عمل د یوه ملي او اغیزناک پلان د جوړولو او عملي کولو له لارې جدي ګامونه پورته کړي.
د رسنیو د آزادۍ د ملاتړ نړیوال ایتلاف (Media Freedom Coalition) د بریټانیا او کاناډا د دولتونو په نوښت د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د بیان د آزادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب او هغو کسانو نه د ځواب غوښتنې لپاره چې خبریالانو ته زیان رسوي، د هیوادونو د همکارۍ او ګډون لپاره رامنځته شو. تر اوسه ۳۷ هیوادونو ددغه ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړی دی، افغانستان هم د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۲۷ مه ددغه نړیوال ایتلاف د ژمنلیک په لاسلیکولو سره، رسما دغه غړیتوب ترلاسه کړ.
د ژمنلیک په لاسلیک کولو سره، د ایتلاف غړي هیوادونه ژمنو کوي چې د بیان له آزادۍ ملاتړ وکړي، د رسنیو د آزادۍ وضعیت ته وده ورکړي او په لنډه او اوږد مهاله توګه د خبریالانو امنیت او خوندیتوب ته پام وکړي، د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي قضیې حل کړي، ددغو قضیو د حل او اواري د جریان په اړه معلومات شریک کړي او هم د قضیو او خطرونو په اړه اغیزناک اود پام وړ اقدامات ترسره کړي.
د افغانستان حکومت نه یوازې دا چې تر دې مهاله ددغو ژمنو د پرځای کولو لپاره اغیزناک ګامونه نه دي پورته کړي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې یې د ټولیزو رسنیو داسې یو قانون تسوید کړ چې که تصویب شوی وای نو د بیان ازادي یې محدودوله. دغه راز د سولې پروسه کې د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو لپاره د بیان د آزادۍ د ساتنې او رسنیو په تړاو د افغان حکومت د یو روښانه پلان نشتوالی هم د اندیښنې وړ دی. په ځانګړې توګه د ۲۰۲۰ کال د څلورمې ربعې را په دیخوا د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پروړاندې د ورځ تربلې ګواښونو زیاتیدا او هدفي وژنو، د ډیموکراسۍ د یوه مهم اصل په توګه د رسنیو او بیان د آزادۍ د ساتنې په تړاو اندیښنې رامنځته کړې دي.
په اوسني وضعیت کې، د رسینو او خبریالانو ملاتړ او ساتنه، د خبریالانو د هدفي وژنو قضیو ته رسیدنه او له خلکو او رسنیو سره د معلوماتو شریکول ځانګړی اهمیت لري. کمیټه له افغان حکومت څخه غواړي چې د خپلو ژمنو د عملي کولو او دغه راز د خبریالانو د قضیو د تعقیب برخه کې دې ژر تر ژره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.
له دې سره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د رسنیو د آزادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیو هیوادونو لکه انګلستان، کاناډا او نړیوالو ادارو څخه غواړي ترڅو د افغانستان حکومت وهڅوي چې اړوندې حکومتي ادارې دې ته اړې کړي، هغه ژمنې چې له دغه نړیوال ایتلاف سره د یو ځای کیدو پر مهال یې کړي دي عملي کړي. تر څنګ یې ضروري ده چې نړیواله ټولنه پر طالبانو په دوحه کې د هغوی د سیاسي دفتر له لارې فشار راوړي چې ددغې ډلې له لورې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالي پای ته ورسوي.
