د خبریالانو ملي ورځ او د خبریالانو او بیان د آزادۍ د وضعیت په اړه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې اندیښنه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
27 حوت 1399

کابل، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د هیواد ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته د کب د ۲۷ مې د خبریالانو د ملي ورځې مبارکي وایي. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په هیواد کې خبریالان، د رسنیو کارکونکي او رسنۍ له بې سارو او جدي امنیتي او مالي ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه هغه اندیښنې چې په هیواد کې د بیان د آزادۍ د راتلونکې په اړه موجودې دي.


د کمیټې د موندنو له مخې پر خبریالانو هدفي بریدونه چې د۲۰۲۰کال په نومبر کې پیل شوي تر دې دمه یې د نهو خبریالانو او رسنیو د کارنکو ژوند اخیستی. پرخبریالانو د هدفي بریدونو منفي اغیزې د کورونا د وبا د خپریدو منفي اقتصادي اغیزو سره یو ځای د خپرونو او محتوا په تولید او رسولو کې د خبریالانو او رسنیو کار له محدودیت سره مخ کړی دی.


د هیواد په رسنیو کې د میرمنو د موجودیت په اړه د خوندیتوب کمیټې لخوا شوې وروستۍ سروې ښیي چې یوازې د ۱۳۹۹ کال په دویمو شپږو میاشتو کې ۳۰۱ میرمنو د کرونا ویروس د خپریدو، امنیتي ګواښونو په ځانګړي توګه د هدفي وژنو، د رسنیو د مالي ستونزو او ټیټو معاشونو له کبله خپلې دندې پریښې دي او یا هم وزګاره شوې دي. دغه شمیره په هیواد کې د ښځینه خبریالانو ۱۸٪ جوړوي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د اوسني وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري او د افغانستان له حکومت او نړیوالو سازمانونو څخه غواړي ترڅو لاندې مسلو ته پاملرنه وکړي:


۱. حکومت دې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژنې قضیې په جدي توګه وڅیړي ترڅو د خبریالانو پروړاندې د جرمونو معافیت ته د پای ټکی کیښودل شي. پدې پروسه کې معلومات باید د خلکو او د رسنیو کورنې سره په روښانه ډول شریک شي.


۲.  د افغانستان د سولې د پروسې له ګړندي کیدو سره د هیواد رسنیزه کورنۍ په هیواد کې د بیان د آزادۍ او رسنیو د راتلونکې په اړه په ژوره توګه اندیښمنه ده. کمیټه له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه تمه لري چې د سولې خبرو اترو په جریان کې د بیان د آزادۍ ساتنې په اړه د رسنیو د کورنۍ وړاندیزونه پلي کړي.


۳. کمیټه له ټولو نړیوالو ادارو او د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې له نړیوالو او کورني قوانینو سره سم دې د سولې پروسې په جریان کې په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو یوه مهمه لاسته راوړنه چې د بیان او رسنیو ازادي ده ملاتړ او ساتنه وکړي.


باید یادونه وکړو چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په تیرو څو میاشتو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو خوندیتوب تامین شي. د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو د وژنو قضیې په جدي ډول تعقیب شوي، خو د امنیتي ادارو لخوا د دې قضیو په اړه د معلوماتو شریکولو پروسه د قناعت وړ نده.