د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په تیرو شپږو میاشتو کې په هیواد کې د رسنیو د ښځینه کارکونکو د ۱۸سلنه کمیدو په اړه اندیښمنه ده

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
18 حوت 1399

کابل، افغانستان: هغه شمیرې چې په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او د رسنیو د ښځینه کارکونکو د شمیر په اړه ترلاسه کړې دي ښیې چې په تیرو شپږو میاشتو کې د هیواد په رسنیو کې ۱۸ سلنه ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکونکې کمې شوې دي. دغه شمیرې اندیښمنونکې دي او په هیواد کې د خبریالۍ د کار د وضعیت د خرابوالي څرګندویي کوي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په دوامداره توګه د رسنیو، خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو شمیرې د هیواد له ټولو ۳۴ولایتونو نه راټولوي ترڅو د کمیټې په ډیټابیس کې یې ځای پرځای کړي چې داځل له ۹۰سلنې څخه زیاتو فعالو رسینو پکې  ونډه اخستې. د سروې د موندنو له مخې له ۳۰۰څخه زیاتو ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو د بیلابیلو عواملولکه د امنیتي ګواښونو په ځانګړې توګه د وروستیو هدفي وژنو، د کورونا ویروس د خپریدو، د معاش د کموالي او د رسنیو د مالي ستونزو له کبله استعفاوې ورکړې اویا یې هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.


د ۱۳۹۹ کال د لومړیو شپږو میاشتو شمیرې ښیي چې په ټول هیواد کې ۱۶۷۸ میرمنو د رسنیو په بیلابیلو برخو کې کار کاوه. دا شمیره اوس ۱۳۷۷ ته راټیټه شوې ده، چې ۱۸سلنه کموالی ښیي.


له ۱۳۷۷ میرمنو څخه چې دا مهال په رسنیو کې کار کوي ۳۲۱ هغه یې خبریالانې دي او پاتې نورې د رسنیو په بیلابیلو برخو لکه د رسنیو د پروډکشن او اداري چارو کې په کار بوختې دي. د موندنو پربنسټ، د رسنیو ډیری ښځینه کارکونکې په کابل ولایت کې دي، ورپسې په هرات او دریم بیا بلخ ولایت دی. لوګر یوازینی ولایت دی چې هلته یوازې یوه میرمن رسنیز فعالیت لري.


په ۹ولایتونو کې چې غور، نیمروز، سرپل، لغمان، پروان، کاپیسا، ارزګان، میدان وردګ او لوګر پکې شامل دي، هیڅ ښځینه خبریاله نشته او پدې ولایتونو کې یوازې ښځینه کارکونکې د رسنیو په بیلابیلو برخو کې کار کوي. د نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل په ګډون د افغانستان په پنځو نورو ولایتونو کې په رسنیو کې هیڅ میرمن نشته. ددغې سروې له مخې  په تیرو شپږو میاشتو کې دوه ښځینه خبریالانې چې پخوا په زابل او پکتیا ولایتونو کې په کار بوختې وې، د امنیتي ستونزو له امله یې خپلې دندې پریښې دي.


د یادونې وړه ده چې روان هجري لمریز کال کې د رسنیو ۴ ښځینه کارکونکې په مستقیمو بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي دي چې دې کار په ټول افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر کار منفي اغیزه کړې ده.


افغانستان سږکال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځني چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ګواښونه خورا ډیر شوي او دا وضعیت ددې لامل شوی چې په رسنیو کې د ښځو شتون راکم شي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د اوسني وضعیت په اړه په  ژوره توګه  اندیښمنه ده دا ځکه چې په رسنیو کې د میرمنو ځواکمن حضور د ازادو رسنیو او د معلوماتو د رسونې د ازاد بهیر جدي اړتیا ده.