کابل، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین په رسمي ټویټر پاڼه د وروستیو څرګندونو په اړه چې ګواکې یوې خصوصي رسنۍ د چاودیدونکو توکو په لیږد که لاس لاره ژوره اندیښمنه ده. کمیټه له کورنیو چارو وزارت نه غواړي چې دا مسله ژر تر ژره د هیواد د رسنیوکورنۍ او عامو خلکو ته روښانه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې داسې ادارې په توګه چې د خلکو د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه لري، د معلوماتو په خپرولو کې باید خورا زیات احتیاط نه کارواخلي، ځکه چې د ناموثقو معلوماتو خپرول نه یوازې داچې د خلکو ذهنونه ګډوډوي، بلکې له رسنیو سره د وزارت رغنده اړیکې هم له ستونزو سره مخ کولای شي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په ظاهره داسې بریښي چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند خبرې هراړخیزه نه دي. کمیټه باور لري چې له یوه دولتي ادرس څخه ګنګې او عمومي څرګندونې د اندیښنې وړ دي او کیدای شي ددغې ادارې اعتبار زیانمن کړي. په داسې یوه حالت کې چې خبریالان او رسنۍ په مستقیمه توګه په نښه کیږي او پروړاندې یې هدفي بریدونه ډیر شوي دي، دا ډول څرګندونې د بیان آزادۍ او رسنیو باندې سخت ګوزار دی.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له کورنیو چارو وزارت څخه په جدي توګه غواړي ترڅو دا مسله تعقیب کړي. که دا تورونه ناسم ثابت شي، د افغانستان د قوانینو د تطبیق برخه کې دې اړین ګامونه پورته شي. د یادونې وړ ده چې تر دې د مخه هم د کورنیو چارو وزارت له ادرسه له واقعت څخه لرې څرګندونې شوي دي او تمه کیږي چې د کورنیو چارو وزارت به د هغو په اړه هم اقدام کوي.
