د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، یوناما، نی او یونسکو د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ په اړه اندیښنه څرګنده کړه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
13 ثور 1400

کابل، افغانستان: د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمیټې (AJSC) د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري برخې (یونیسکو)، نی (په افغانستان کې د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په همکارۍ، د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ونمانځل.


لوړ پوړو حکومتي چارواکو، خبریالانو، د مدني ټولنې فعالانو، په کابل کې میشتو د ډیپلوماتیکو ماموریتونو استازو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او یونسکو استازو پدې مراسمو کې برخه اخیستې وهږ هغو یې د مطبوعاتو د آزادۍ او د خبریالانو د امنیت او په دې اړه د ترسره شویو اقداماتو په هکله مهمې ویناوې وکړې. دغه غونډه د مجازی پلیټ فارمونو له لارې هم خپریده ترڅو لاسرسی ورته اسانه وي.


دغه ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې دغلته خبریالان او رسنۍ له ګڼو او بې مخینې ستونزو او ننګونو سره مخ دي. د پام وړ ټکی دلته بیا د خبریالانو هدفي وژنې، معلوماتو ته نه لاسرسی او د افغان رسنیو پر وړاندې ډیریدونکې مالي ستونزې دي. د سولې د خبرواترو په جریان کې د مطبوعاتو د ازادۍ  له لاسه ورکولو اندیښنې په افغانستان کې د رسنیو د کارکونکو او د مطبوعاتو د آزادۍ د مدافعینو تر مینځ د بحث یوه عمده موضوع ده. دغو ننګونو د افغانستان د مطبوعاتو ازادۍ ته جدي خطرونه پیښ کړي دي، کوم چې په تیرو دوو لسیزو کې د هیواد ترټولو مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (AJSC) رییس نجیب شریفي وویل: “موږ د وضعیت په اړه په ځانګړي توګه د خبریالانو د هدفي وژنو او د رسنیو د مخ په زیاتیدونکو مالي ستونزو په تړاو اندیښنه لرو”.  ښاغلي شریفي زیاته کړه: “که موږ د دې ننګونو په اوارولو کې کوټلي او معنی لرونکي ګامونه وانخلو، نو د تیرو دوو لسیزو یوه ستره لاسته راوړنه به له لاسه ورکړو”.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دبیورا لیونز د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: “کله چې د یو افغان خبریال غږ چوپ کیږي یا ټپي کیږي، د رسنیو سکتور ټپي کیږي او پخپله افغانستان ته سخت زیان اوړي”. لیون د تاوتریخوالو د کموالي او له مجازاتو د معافیت د ختمیدو غوښتونکې شوه.


په دغې غونډه کې، د نورو دولتي چارواکو په ګډون د ولسمشر دویم مرستیال، ښاغلي سرور دانش هم برخه لرله او د رسنیو د آزادۍ په برخه کې یې د حکومت د کړنو او لاسته راوړنو او د خبریالانو او رسنیو د ګډې کمیټې د فعالیتونو په اړه یې خبرې وکړې. د سولې په چارو کې د دولت وزارت معین هم د سولې د خبرو په جریان کې د رسنیو د آزادۍ ساتلو لپاره ترسره شوې کړنې تشریح کړلې.


دغې غونډه کې د هغو خبریالانو او رسنیزو کارکونکو د کورنیو د غړو شکایتونه او هیلې هم منعکسې کړل شوې چې په دې وروستیو کې په هدفي وژنو کې وژل شوي دي. دوی د خپلو عزیزانو د وژنو په اړه د اغیزناکو او هراړخیزو پلټنو په نه ترسره کیدو نیوکې وکړې او په دې برخه کې یې خپله نا رضایتي څرګنده کړه.


موږ په داسې حال کې د بیان د ازادۍ د ورځې  او هغو کسانو چې د بیان د ازادۍ په خاطر یې قرباني ورکړې درناوی کوو چې افغانستان د سولې په خوا روان دی. زموږ جدي تمه له ټولو اړخونو څخه دا ده چې د رسنیو د ازادۍ او خبرالانو د خوندیتوب د تضمین لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.