د طلوع نیوز ټلویزیون د مخکني نطاق او د مالیې وزارت د مطبوعاتو اوسني آمر نعمت راون د شهادت غندنه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
16 ثور 1400

کابل، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د طلوع نیوز د پخوانی نطاق او د مالیې وزارت د مطبوعاتو اوسني آمر نعمت راون وژنه په کلکه غندي او له حکومته غواړي چې دا قضیه په جدي توګه تعقیب کړي،عاملین پیدا او عدالت ته وسپاري.


نعمت روان نن د نامعلومو وسله والو لخوا د کندهار ښار په ۱۴مه حوزه کې ووژل شو. هغه پخوا طلوع نیوز ټلویزیون سره د ویندوی په توګه کار کاوه او پدې وروستیو کې یې مالیې وزارت کې د مطبوعاتو د آمر په توګه کار پیل کړی و.


نعمت راون په داسې حال کې وژل کیږي چې پرون د طالبانو ویاند پر خپل ټویټرپاڼه یو ګواښمن پیغام کې رسنۍ د بې پرې توب له اصل څخه په سرغړونې تورنې کړې وې.


کمیټه په ټینګار سره وایي چې خبریالان او د رسنیو کارکونکي ملکي هدفونه دي، د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه دې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي ترڅو د پخلاینې په پروسه کې د خبریالانو او رسنیو آزادي زیانمنه نشي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه یو ځل بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د هدفي وژنو قضیې وڅېړي. کمیټه په دغو حساسو شرایطو کې له ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو څخه هم غوښتنه کوي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا چمتو شوي لارښود څخه د خپلو سفرونو او سیمې ته د رپوټ چمتو کولو په خاطر د تلو پر مهال په کلکه مراعات او عملي کړي.