نږدې یوه نیمه میاشت وروسته له دې چې طالبانو د هیواد واک ترلاسه کړ او د بیان ازادي او د رسنیو ، ژورنالیستانو او د مصوونیت او خوندیتوب په اړه یې ژمنې هم وکړې، خو لاهم در رسنیو پر وړاندې – معلوماتو ته د لاسرسي له محدودیت څخه رانیولې بیا تر ډول ډول ګواښونو او فزیکي او رواني تاوتریخوالو پورې – ستونزې شتون لري.
د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی
د افغانستان د خبریالانو ټولنې خپل یو بل غړی، سید معروف سادات له لاسه ورکړ. سید معروف سادات چې په دې وروستیو کې یې د یوې بهرنۍ رسنۍ خبریال و، په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو. د پیښې عاملین تر اوسه ندي نیول شوي او ځایي حکومتي چارواکو ددغه خبریال د وژل کیدو د لامل په اړه لاتر اوسه څه ندي ویلي
د اطلاع رسونې کیفیت
وروسته له دې چې له ۷۰ سلنې څخه زیاتې رسنۍ د بیلابیلو لاملونو له وجې وتړل شوې او همدارنګه دا چې یو زیات تعداد مسلکي خبریالان له هیواد څخه بهر ته ووتل، اطلاع رسونه او د کره خبرنو د دوران سطح، تر ټولو هغه ټیټې کچې ته رارسیدلې ده. دا خلا په ځانګړي ډول د افغانستان په ولایتونو کې ډیره ترسترګو کیږي. دا چې د رسنیو د اطلاع رسونې کیفیت، کومې خوا ته ځي په ډیرو عواملو پورې تړلې ده موضوع ده. د نړیوالو مرستو څرنګوالی، اقتصادي وضعیت، د امنیت او تقنینی اسنادو په اړه رسنیو ته د حکومت د ژمنتیا کچه، هغه مسایل دي چې د رسنیو د اطلاع رسولو پر کیفیت، مثبت یا منفی اغیز درلودلای شي.
د رسنیو راتلونکی
اقتصادي ستونزې: د تیر حکومت له رانسکوریدو وروسته او ورپسې د بانکي سیستمونو دریدل رسنۍ د مالي سرچینو له اړخه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي. ډیرې رسنۍ دې ته اړ شوي چې خپلو کارکوونکو ته ځواب ورکړي او یا کارکوونکو رسنۍ پرې ایښې دي.
مدیریتي او د ظرفیت ستونزې: وروسته له دې چې در رسنیو لسګونه مدیران او کارکوونکي له افغانستان څخه بهر ته ووتل، تشې یې په ټولیز ډول د رسنیو کیفیت، د خبر د تولید له کیفیت څخه رانیولې بیا د رسنۍ تر عمومي تولید پورې، له کیفي اړخه رسنۍ اغیزمنې کړې دی.
درسنیو ستونزې
د خیبرنوښت راډیو د نشراتو درول: طالبانو د خیبرنوښت راډیو ودانۍ نیولې او د خپل مرکز په توګه یې کاروي. د مهترلام ښار له سقوط راهیسې ددغې راډیو نشرات ځنډول شوي دي. د مصوونیت کمیټې د ولایتي همکار د څیړنو په اساس، دا موضوع څو ځله د لغمان له والي او د اطلاعاتو کلتور له رییس سره مطرح شوې، خو تر اوسه حل شوې نه ده.
په بغلان ولایت کې د تنویر ټلویزون او ارزو راډیو خپرونو بندیدل: دغه رسنۍ چې د تنویر ګروپ تر چتر لاندې فعالیت کوي، فعالیت یې له هغه وروسته وځنډول شو چې بغلان کې حکومتي مسوولینو ویلي چې ددغې راډیو ځمکه غصبي ده.
اطلاعاتو ته لاسرسی
که څه هم د نوي حکومت د رامنځته کیدو څخه څه د پاسه یوه نیمه میاشت تیره شوه خو بیا هم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي ستونزې شته. دا مسله په څانګړې توګه د کابل په پرتله، په ولایاتو کې ډیره ترسترګو کیږي. که څه هم په هغه غوڼده کې چې د مصوونیت کمیټې او کورنیو چارو وزارت ترمنځ ترسره شوه، امنیتی مسوولینو وویل چې د ځینو خنډونو په لیرې کیدو به حکومت وکولای شې چې په پراخه توګه رسنیو او خبریالانو ته د اطلاعاتو د لاسرسي زمینه برابره کړي. په تیره اوونۍ کې.
د پیښې سیمې ته د خبریالانو ننوتلو او خبري پوښښ څخه ممانعت: د تلې په یوولسمه نیټه د ا.ا.ا د داعش ډلې پرضد د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې په سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړل. خبریالانو شاوخوا لس ساعته ددې عملیاتو د خبري پوښښ لپاره انتظار کې تیر کړل، خو اجازه ورنکړل شوه چې صحنې ته ننوځي او پیښې ته خبرې پوښښ ورکړي:
له خبریالانو سره پر مرکو بندیز: پدې اونۍ کې، د هرات او کندهار ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د اسلامي امارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې له خبریالانو سره دې مرکې نه کوي او د اړتیا په صورت کې دې ددغو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور له ریاستونو سره اړیکه ونیول شي. په یو شمیر ولایتونو کې طالبانو له خبریالانو څخه غوښتي چې خپل رپوټونه دې له خپرولو مخکې د هغو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ته وسپاري.
د غونډې د خبري پوښښ ممانعت: په دې اونۍ کې، د بلخ د عامې روغتیا ریاست ډاکټرانو د دغه ولایت د یوه روغتون د ډاکټر د تښتولو د څرنګوالي په اړه اعتراضیه غونډه درلوده. که څه هم په دې اړه وار د مخه له خبریالانو سره د لاریون د خبري پوښښ په اړه همغږي شوې وه، خو بیاهم خبریالانو ته اجازه ورنکړل شوهچې دغې غونډې ته خبري پوښښ ورکړي.
د کمیټې عدالت غوښتنه
له بند څخه د خبریال خوشي کیدل: په دې اونۍ کې، په ننګرهار ولایت کې د سپین غر راډیو د نشراتو مدیر، په ختیځ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوباستازي د پرلپسې عدالت غوښتنو او په کابل کې له کورنیو چارو وزارت سره له بیا بیا اړیکو وروسته خوشې شو. ضیا الرحمن فاروقي په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.
د خبریال خوشي کیدل: ازاد فوټو ژورنالیست مرتضی صمدي، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د هڅو او عدالت غوښتنو په پایله کې خوشې شو. ښاغلی صمدي د وږي میاشتې په ۱۶ مه د هرات په ښار کې د لاریون په ترڅ کې د مظاهرو د تنظیمولو او د خلکو د هڅولو په تور ونیول شو. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوولینو د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد خبریال د خوشې کیدو غوښتنه وکړه، د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ومنله چې ښاغلی صمدي به خوشې کوي.
مثبت پرمختګونه:
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې دوی په رسنیو هیڅ بندیز نه دی لګولی او نه به یې وضع کړي.
د اسلامي امارت چارواکو،همدارنګه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوولینو ته ډاډ ورکړی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې او دغه راز د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د څیړنو په اړه به هراړخیزه همکاري کوي.
