رسنۍ په اونۍ کې/ د نومبر څلورمه اونۍ

تیره اونۍ په لغمان ولایت کې د هیلې په نامه یوې راډیو خپل فعالیتونه د اقتصادي ستونزو له امله ودرول.
د خبریالانو د وهلو ټکولو او ورسره د ناسم چلند او تاوتریخوالي پیښې په پرله پسې ډول دوام لري. حکومت که څه هم ددغه وضعیت د ښه کولو وعدې کړي خو له بدمرغه چې لاهم دغه شان پیښې تکراریږي.
د آیینې ټلویزیون یو ویاند بصیر احمدي د نوامبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د کابل په مکرویانو کې د خپل کور مخې ته د دوو وسله والو له لوري لومړی وهل شوی او وروسته ډزې پرې شوي. نوموړی په غاړه او خوله کې ژو ټپونه لري.
همدارنګه،‌ پرته له حکومت څخه،‌ خبریالانو ته د نورو لخوا هم ګواښونه رامنځته شوي دي:
تیره اونۍ ګل احمد الماس په غور کې فري لانس خبریال د خپل یوه رپوټ له امله چې د یوې کورنۍ د بېوزلۍ په اړه یې جوړکړی و، ددې کورنۍ د غړو د اخطارونو له امله اړکړل شو چې خپل ولایت پریږدي او ووځي.
صابر فهیم د نی ادارې پخوانی کارکونکی د نوامبر میاشتې په ۱۳مه نېټه په کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ټپي شوی. چاودنه په بس موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوه.
له دې سره د تیرې اونۍ تر ټولو مهمه او د بحث وړ موضوع دا وه چې د ا.ا.ا د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رسنیو ته یو لارښود خپور کړ چې رسنیو ته پکې د خپرونو په تړاو په اتو مادو کې محدودونکي موارد ځای کړل شوي وو. خو په پراخه توګه ددغه لارښود پر وړاندې نیوکې وشوې، د امارت ویاندویانو هم په خپل غبرګون کې وویل چې دغه موارد یوازې د غوښتنې په حد کې دي او الزامي نه دي.


د ختيځ زون 
ختيځ زون کې د تېر جمهوري نظام له سقوط څخه تر اوسه شپږ راډيوګانو د اقتصادي ستونزو او رسنيز سانسور له امله نشرات بند کړي چې له امله يې ۶۰ تنه نارينه او ۸ ښځينه ژورنالېستانو دندې له لاسه ورکړې دي.

سربېره پر دې لسګونه نور خبريالانو هم په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې چې له ملي او نړيوالو رسنيو سره یې کار کاوه دندې له لاسه ورکړې دي.


لغمان: تیره اوونۍ د نومبر په ۲۲مه لغمان ولايت کې د هيلې په نوم يوې سيمه ييزې راډيو خپل نشرات بند کړل.
د دغې راډيو مسوولين وایي، اقتصادي ستونزې او ترڅنګ يې ورځ تر بلې پر رسنيو د سانسور زياتوالی د دې لامل شو چې د راډيو نشرات بند کړي. دوی وایي چې پخوا یې همکاران ډیر وو نو زیاتره به یې سیاسي خپرونې تولیدولې او خپرولې، د اقتصادي ستونزو له کبله د همکارانو کمی راغی او دې سره دوی مجبور وو چې د نشراتو ډیر وخت په سندرو ډک کړي، اوس یې سندرې  ورباندې بندې کړې نو مجبور شول خپل نشرات بند کړي. په دغه راډيو کې د دوو ښځينه وو په ګډون ۱۶ کسانو کارکاوه.
په ورته وخت کې لغمان کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي همکار د نومبر په ۱۷مه د ولایت مقام په اداري مجلس کې د خبريالانو د ستونزو شريکولو په موخه ګډون وکړ.
هغه د لغمان والي قاري زین العابدین او نورو اداري مسوولینو ته د کمېټې په تړاو معلومات ورکړل او د خبريالانو پر وړاندې یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.


کنړ: کنړ کې خبریال قذافي مل ددغه ولایت د والي له لوري په دې خاطر ګواښل شوی چې په خپل رپوټ کې یې ویلي و چې په دې وروستیو کې کنړ ولایت کې غلاوې زیاتې شوې دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د همکار په له هڅو وروسته د والي دفتر ومنله چې دغه مسله به په یوې ناسته کې څیړي او بحث به ورباندې کیږي.


شمال ختیځ
کندز: په کندز ولایت کې خبریالان او رسنۍ د امربالمعروف و نهي عن المنکر د وزارت له لوري د اته ماده ییز لارښود په اړه چې په دې وروستیو کې یې خپور کړ سخت اندیښمن دي. له بل لوري د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بیا ددغو مادو په عملي کیدو ټینګار کوي.

له دې سره د کندز ولایت یوشمیر خبریالان بیا ددغو څرګندونو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وایي چې، رسنۍ له اقتصادي ستونزو او د کارکونکو د کموالي له ستونزې سره مخ دي او حکومتي مسوولین ددې پرځای چې دغه شان مقررې لارښودونه وضعه کړي باید د رسنیو د نورو ستونزو د اواري او د هغو د پایښت لپاره کار وکړي.
د اورانوس ټلویزون رییس او د کندز راډیو مسوول هدایت الله زیارمل د کمیټې له استازي سره په مرکه کې وایي چې رسنۍ ګڼې ستونزې لري او د رسنیو د بقا لپاره باید بنسټیز کارونه وشي.


بدخشان ولایت: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بیا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له همکار سره په مرکه کې ویلي دي چې هیڅ رسنۍ حق نلري د نظام په مخالفت کې خبرونه یا رپوټونه جوړ او خپاره کړي. معزالدین احمدی وایي ښځې کولای شي د ښځمنو لپاره په ځانګړو رسنیو کې کار وکړي او باید ښځې او نارینه په ګډه او مختلطه توګه رسنیو کې کار ونکړي. د احمدي په خبره دغه چاره له شریعت سره په مخالفت کې ده.  
د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي چې ښځې حق نه لري چې د خبر یا رپوټ جوړولو لپاره بهر ولاړې شي او یوازې باید دننه په ستودیو کې دیني او روزنیزې خپرونې پر مخ یوسي او خبرونه ولولي.

په بدخشان ولایت کې د حکومتي مسوولینو په وینا چې رسنۍ باید ځانونه په بشپړ توګه دیني کړي او خپل رپوټونه او خبرونه د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست له لوري تر سانسور وروسته خپاره کړي.
له دې سره د امر بالمعروف وزارت له لوري د رسنیو په اړه د اته ماده ایز لارښود له خپریدو وروسته، بدخشان ولایت کې هم د رسنیو د مسوولینو اندیښنې لازیاتې شوي او دوی فکر کوي چې رسنۍ یې د اقتصادي ستونزو او د فعالیت د فضا د تنګیدو له امله ښایي لا زیات د تړل کیدو له خطر سره مخ شي. هغوی وایي چې دغو ستونزو ته باید بنسټیزې حل لارې ولټول شي.


سویل زون
په سویل زون کي معلوماتو ته لاسرسی د تيرو اونيو په شان هماغسې سخت دی او په ټول زون کې امنيتي او ملکي ادارې رسنیو سره معلومات نه شریکوي. همدارنګه په دغه زون کې نه د معلوماتو ورکولو معلوم ادرس شته او نه هم په ګڼ شمیر ادارو کي د معلوماتو ورکولو داسې  ظرفيت  چي معلومات را ټول منسجم او یو لاس کړي او رسنيو ته يې ورکړي، د همدې ستونزي له امله ډیری خبري او مهمې پیښې او مسايل له رسنیز پوښښ څخه  پاتي کيږي.

د نوي حکومت له پيله او تر اوسه ټولې رسنۍ په مستقیم او یا هم غيرمستقيم ډول سانسور کیږي او اجازه نه ورکول کيږي چي د کندهار له ولايتي ادارې سره له مشورې پرته کوم څه نشر کړي. په لمړيو کې رسنيو ته په رسمي ډول خبر ورکړل شو،چي موسيقي دې نه خپروي او د امارت په وړاندې دې منفي تبليغات هم نه کوي،چي وروسته يې په اړه غبرګونونه راپورته شول،که څه هم د کندهار ولايتي ادارې خپله پريکړه واخستله خو بيا هم رسنۍ او خبريالان په غيرمستقیم ډول سانسور سره مخ دي او د نه ډاډ په فضا کې فعاليت کوي.


تیره اونۍ هم خبریالان له یوشمیر ستونزو او تاوتریخوالو سره مخ وو، خو تر هغې هم لویه ستونزه دا ده چې د هیڅ پیښې عامل نه دی نیول شوی او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې نه دي څیړل شوې.


ددې راپور پی ډې اف دلته ډانلوډ کړئ