رسنۍ په اونۍ کې/ د ډسمبر میاشتې دویمه اونۍ

تیره اونۍ یو ښه خبر د آیینې ټلویزون د خپرونو بیا پیل و، خو په غور ولایت کې بیا د فیروز کوه په نامه یوې راډیو خپلې خپرونې ودرولې دي. همداشان په یوشمیر ولایتونو کې د خبریالانو او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ترمینځ همغږۍ ښیې شوې دي، مګر په عین حال کې په څو نورو ولایتونو کې بیا د موسیقۍ او تفریحي خپرونو په خپرولو بندیز لګیدلی دی. 


ختیځ زون:
ختيځ کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه هڅه کوي چې د بېلابېلو ادارو د مشرانو او خبريالانو ترمینځ اړيکې رامنځته کړي او اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه کړي. دا اونۍ د کمېټې د استازي په هلو ځلو د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست خپل يو استازی رسنيو ته وروپېژاند چې له خبریالانو سره همغږي او اطلاعاتو ته لاسرسی به اسانه وي.


ننګرهار: کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي د يو شمېر سيمه ييزو راډیوګانو له مسوولینو سره لیدنه کې د هغوی وضعیت و ارزاوه او د حل لارو په اړه یې ورسره بحث وکړ.


کونړ: کونړکې د افغان خبریالانو د خوندیتوکمیټې ولایتي همکار په افتخاري توګه د ژورنالیستانو په څیړنیز پینځه ورځني ورکشاپ کې د خبریالانو د خوندیتو په اړه  پرزنټیشن وړاندي کړ.


لغمان:لغمان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ولایتي استازي په بلنه ددې ولایت د غږیزو رسنیو د مسوولینو ګډه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ملي راډیوتلویزیون، کاوون غږ، خیبرنوښت، سولې ارمان،  زیار او رغوون راډیوګانو مشرانو برخه اخېستې وه.


شمال ختیځ زون:
تخار ولایت: وروسته له هغې چې خبریالانو د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره ناسته ترسره کړه او د حکومت له لوري یې د خپل امنیت او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه ډاډ ترلاسه کړ، یو څه یې روحیه ښه شوه او اندیښنې یې کمې شوې، دا مهال په یوې نسبتاٌ ښیې روحیې خپل کارونه پر مخ بیایي.

د حکومتي مسوولینو په خاصه توګه د اطلاعاتو او فرهنګ د رییسانو چلند له خبریالانو سره تر یوه بریده ښه شوی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره د خبریالانو ترناستې وروسته د محدودیتونو وضعیت هم یو څه بدل شوی دی.
د هغو سریالانو او فلمونو خپریدل منع شوي چې د ښځو څیرې پکې ښکاري، دغه راز په راډیوګانو کې هم باید د ښځو غږونه وانوریدل شي.


کندز ولایت: تیره اونۍ دغلته یو خبریال د پاسپورټونو د کمیشن کارۍ په تور ونیول شو، چې وروسته بیا د کمیټې د استازي په منځګړیتوب بیرته خوشې شو. د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه پیښه تاییدوي او وایي چې دا ناسم پوهاوی و.


سویل ختیځ زون:
خوست ولایت: دې ولایت کې خبریالان ټولو هغو غونډو ته بلل کیږي، چې په يو ډول  د حکومت په ګټه وي او د حکومت له لوري جوړيږي، خو برعکس په ځينو هغو برخو کې چې د خبریالانو غوښتنه وي د معلوماتو په ورکولو کې ستونزه شته او يا خپله خبریالان د ویرې له امله نه شي کولی د معلوماتو اخیستو غوښتنه وکړي. تر ډيره د نوي حکومت وياندویان د معلوماتو د ورکولو له قانوني او اوصولي لارو سره نه دي بلد، چې له همدې کبله خبریالان هم په ستونزو کې دي.


پکتیکا ولایت: دغه ولایت کې د نجات غږ په نوم یوې راډیو نوی فعالیت شروع کړی.
د پېښو پر مهال او یا هم د کومې بلي خبرې موضوع په اړوند خبریالان د معلوماتو بشپړیدو لپاره څو ورځې منتظر وي.
د والي په ګډون د نورو لوړ پوړو چارواکو همکاري یا ناستې له خبریالانو سره نشته.
د خبریالانو له څو ځلې ټینګار سره سره والي، امنیه قومندان او نور چارواکي دې ته نه دي حاضر شوي چې کومه ناسته له خبریالانو سره ولرې او یا هم کومې رسنۍ یا راډیو ته د احوال اخیستلو په موخه ورشي.


پکتیا ولایت: پکتيا ولايت کې اطلاعاتو ته دلاسرسي مسله که څه هم چې په بشپړه توګه نده حل شوې، خو بيا هم هغه ورځيني مسايل چې خبریالان کار پرې کوي، لاسرسی ورته لري او ډيری ادارې يې خپلو غونډو ته وربولي.
خو ډيری رسنۍ له اقتصادي پلوه له يو شمېر ستونزو سره مخ دي. د خبريالانو خوندیتوب تر ډيره بريده ښه شوی دی او لرې پرتو سيمو ته هم سفرونه کولای شي.


لوګر ولایت: د کمیټې د ولایتي استازي په غوښتنه د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ له اطلاعاتو او کلتور رییس، والي ویاند، امنیه قوماندانۍ ویاند او ملي امنیت له ویاند سره ګډه ناسته ترسره شوه او له دوی څخه ژمنه واخیستل شوه، چې په لوګر ولایت کې به خبریالانو او رسنیو ته په خپل وخت مالومات ورکوي. بل خوا د لوګر ولایت د والي ویاند عمر منصور، امنیه قوندانۍ ویاند مولوي انس او د ملي امنیت ادارې ویاند ژمنه وکړه، چې رسنیو او ژورنالیستانو ته به په خپل وخت مالومات ورکوي او ددوی خوندیتوب ته به تر هر څه وړاندې لومړیتوب ورکوي.


شمال زون:
په تیره یوه اونۍ کې په شمال زون کې دوه پیښې وشوې، یوه یې په فاریاب ولایت کې د یوه خبریال د کورغلا وه او بله یې هم سمنګانو کې د یوې رسنۍ د مسوول مدیر نیول کیدل و. دغو دواړو پیښو د خبریالانو مسلکي کار پورې اړه نه لرله. په دغو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو له خبریالانو سره په لیدنه کې د هغوی د ستونزو د اوارۍ چې له هغې جملې نه اطلاعاتو ته د لاسرسي مسله ده وعده کړې ده.


بلخ : په  بلخ ولایت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې له خبریالانو سره په غونډه کې دوی ته د تازه محدودیتونو خبره کړې ده. دغه محدودیتونه اته مادې لري چې د حجاب پام کې نیول، د موسیقۍ نه خپرول او څه نور داسې محدودیتونه پکې شامل دي. 


فاریاب: په فاریاب ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت مخ په ښه کیدو دی.
په وروستۍ یوه اونۍ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سره  د کمیټې د ولایتي همکار فیروز غفوري له لیدنو وروسته چې پکې د رسنیو د اقتصادي حالت او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه بحث شو، اوس دغلته وضعیت نسبتاً ښه شوی دی.
په فاریاب کې د غلام سخي شکران دادفر د کور د غلا په اړه چې تیره اونۍ پیښ شو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.


سرپل: دغلته د کمیټې  ولایتي همکار د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ پر اسانۍ او سم میکانیزم خبرې وکړې.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي عمیرسرپلي اطلاعاتو ته لاسرسی د خبریالانو حق وباله او ویې ویل چې حکومت مکلف دی خلکو ته لازم معلومات ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ژمنه وکړه چې په سرپل ولایت کې به اطلاع رسونه سموي او ټولې دولتي ادارې به هڅوي چې اطلاعات پر وخت او اسانه توګه ورکړي.


جوزجان:  په جوزجان ولایت کې په غږیزو رسنیو کې موسیقي نشرول منع شوي دي.
په یوه نوي مورد کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست غږیزو رسنیو ته ویلي چې هیڅ ډول موسیقي باید خپره نه کړي.


لودیځ زون:
غور:  په وروستیو څو وروځو کې دغلته د فیروزکوه په نوم راډیو خپلې خپرونې درولي. علت یې مالي ستونزې ښوول شوي. د راډیو ټول کارکونکي وزګار شوي. مسوولین یې وایي چې بیرته به خپرونې پيلوي. خو خبریالان او کارکونکي یې شکایت کوي چې حقوق یې نه دي ورکول شوي.

له بلې خوا بیا په دغه ولایت کې د موسیقۍ نشرول منع دي او بوختونکې خپرونې هم نه خپریږي. رسنیو ته ویل شوي چې د خپرونو په لړ کې هم باید هیڅ ډول موزیک یا موسیقي نه وي او له اسلامي زیکنالونو باید کار واخستل شي.


فراه: د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خبریالانو او رسنیو سره همغږي زیاته کړې ده.
خبریالان زیاتره حکومتي پروګرامونو او مجلسونو ته وربلل کیږي او ډیری مجلسونو پورې اړوند معلومات د خبرونو په بڼه په واټسپ ګروپونو کې خبریالانو او رسنیو سره شریکیږي.


بادغیس: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي همکار د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې د رسنیو د مالي ستونزو، اطلاعاتو ته د خبریالانو د نه لاسرسي، د حکومتي ادارو د ویندویانو د نشتوالي او دغه راز ښځینه خبریالانو ته د کار د اجازې نه ورکولو په اړه بحث وکړ.
په دغه کتنه کې د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي همکار ته ددغو ستونزو د اواري د ژمنې ترڅنګ وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع به ډيره ژر اواره شي او هم به د حکومتي ادارو د ویندویانو د نشتوالي ستونزه حل شي.


د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه راز وویل چې د ښځینه خبریالانو د کار د نه اجازې موضوع به هم له مسوولینو سره په مرکز کې شریکه کړي او یوه حل لاره به ورته ومومي.


ددې راپور پی ډې اف دلته ډانلوډ کړئ