تیره اونۍ هم د هیواد له زونونو او ولایتونو نه د بیان ازادۍ، خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه بیلابیل مثبت او منفي رپوټونه مو لرل. د مثبتو رپوټونو ترمینځ زیاتره د خبریالانو او اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو او نورو حکومتي مسوولینو ترمنیځ د هغږیو خبر و. مګر له بدمرغه د رسنیو د بد اقتصادي وضعیت او خبریالانو د وزګارتیا موضوع لا هم خواشینونکې ده. تیره اونۍ له بده مرغه د هیواد د رسنیو کورنۍ خپل یو غړی له لاسه ورکړ. د نور ټلویزون د خبري خپرونو پخوانی ویونکی کامران ابراهیمي ایران ته په لار د موټر د اوښتو پیښه کې خپل ژوند بایلود.
په دغه رپوټ کې په تفصیل سره دغو موضوعات را اخلو.
ختیځ زون
ننګرهار: ختيځ کې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه تازه پېښه ثبت شوې نه ده خو لا هم د اطلاعاتو نه ورکړې ستونزه پر ځای پرته ده.
د ننګرهار کونړ او لغمان خبريالان د عادي موضوعاتو لپاره په ورځو انتظار کوی چې مسوول کس ورته معلومات او ځواب ورکړي او ډېر کله داسې هم کېږي چې له انتظار وروسته هم معلومات تر لاسه نه کړي.
ختيځ کې د رسنیو پر وړاندې بله ستونزه د اقتصادي کمزورتیا ده چې يو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او وېره شته چې نورې رسنۍ هم وتړل شي.
نورستان: په نورستان کې ستره مطبوعاتي خلا رامنځته شوې چې د نظام له سقوط سره سم د اقتصادي ستونزو له امله هلته موجودې دوه خپلواکې راډيوګانې بندې شوي او له ملي راډيو پرته بله هېڅ رسنۍ او خبريال نشته چې د خلکو ستونزې په خپلواکه توګه راپور کړي.
لغمان: لغمان کې د(حسین) په نامه نوې راډیو په خپرونو پیل کړی، دیادې رادیو دنشراتو دمدیر ښاغلي رفیع الله ریحان په وینا له دوی سره ۱۶ تنه کار کوي چې ۲ تنه یې ښځینه دي، اوس مهال دغه راډیو ۱۶ ساعته نشرات لري.
شمال ختیځ زون
تخار ولایت: تیره اونۍ په تخار ولایت کې د رسنیو وضعیت نسبتاً ښه و او د رسنیو او حکومتي مسوولینو در منیځ اړیکې ښې شوې، څو ناستې یې هم لرلې او له همدې امله خپرونې هم په نسبي توګه ښې شوې دي.
په هره فعاله رسنۍ کې یو یا دوه کسه کار کوي، دلته له رسنیو سره د خبریالانو د کار پریښودلو یو لوی لامل د معاشونو بندیدل دي.
بدخشان ولایت: اقتصادي ستونزې، د حمایوي پروژو( پروژه یي پروګرامونو او اعلاناتو) نشتوالی، د کاري شرایطو سختوالي، مالیاتي جریمو، د حکومتي مسوولینو له لوري د خبرونو او رپوټونو د محتوا سانسور، ددې باعث لامل شوی دی چې چې په بدخشان ولایت کې رسنۍ له سختو ستونزو سره مخ شي.
د ( بانوان راډیو) په نامه یوه راډیو له یوې اونۍ راهیسې د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی دی. د مخکني نظام له سقوط را وروسته د هغو شپږو رسنیو له جملې نه چې خپلې خپرونې یې درولي، یوه یې هم بیرته نه ده فعاله شوې.
کندز ولایت: تیره اونۍ د کندز د رسنیو مسوولینو او خبریالانو د یوناما دفتر له مسوولینو سره لیدنه درلوده او خپلې ستونزې له دغه دفتر سره شریکې کړې. د مالیاتي جریمو، د فریکونسۍ او نشراتي جواز جریمې له هغو مواردو څخه دي چې د کندز رسنۍ ورسره مخ دي. بله مسله بیا د جوازونو د تمدید د پیسو ډیروالی دی، چې د کندز د رسنیو د مسوولینو په خبره دغلته نظر نورو ولایتونو ته اووه ځله زیاتې دي. د بیلګې په توګه: په تخار ولایت کې د ټلویزون د فریکونسۍ د جواز تمدید ۱۴۰۰۰ افغانۍ کیږي خو په کندز که بیا ۶۰۰۰۰ افغانیو ته رسیږي. د کندز ولایت د رسنیو مسوولینو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې څخه هم غوښتي دي چې په دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.
مرکزي زون
بامیان: د مخکني نظام له سقوط را وروسته په بامیان ولایت کې ۴ رسنۍ تړل شوي دي او ټول کارکونکي یې وزګار شوي دي. تیره اونۍ دغه ولایت کې یوازې ملي راډیو او ټلویزون خپلې خپرونې بیرته پیل کړې دي او د څو محدود ساعتونو لپاره نشرات لري چې هغه هم زیاتره د مرکز خپرونې ریلې کوي. نسیم راډیو او بامیان ټلویزون هم خپرونې لري.
میدان وردګ: په میدان وردګو ولایت کې تر اوسه کومه رسنۍ نه ده تړل شوې.په میدان وردګو ولایت کې تولې رسنۍ فعاله دي، په نشراتو کې یې هیڅ ډول توقف نه دی رامنځته شوی، په نورمال ډول خپل نشرات مخته وړي. خو د اقتصادي ستونزو له امله شپږ تنه خبریالان وزګار شوي دي.تر اوسه خو کوم خاص مقررات د امارت له خوا په رسنیو نه دي وضع شوي.
سویل ختیځ زون
پکتیا: تېره اونۍ پکتيا ولايت کې خبريالان دولتي غونډو او پرګرامونو ته غوښتل کيږي او تر اوسه پورې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
خو ددې ولايت خبريالان د نورو ولايتونو په څير له نظامي ادارو سره د معلوماتو په ترلاسه کولو کې ستونزه لري، چې ملي امنيت، امنيه قومندانۍ او قول اردو پکې شامل دي.
په دې اړه د کمېټې ولايتي استازي د پکتيا له اطلاعاتو او کلتور رياست سره څو ځله خبرې کړې، چې تر یوه بریده خبريالانو ته د معلوماتو په ورکړه کې ښه والی راغلی دی خو ستونزه په ټولیزه توګه نه ده اواره شوې.
دغه راز ياد رياست ډاډ ورکړی چې له ملکي ادارو سربیره به له امنیتي او پوځي ادارو سره هم د خبريالانو اړيکې ټينګوي او خبريالانو ته به معلومات په وخت سره ورکول کیږي.
همداراز تیره اونۍ د پکتيا ولايت د ملکي ادارو د رياستونو ويندويانو ته خبريالانو سره د معلوماتو شریکولو دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري جوړ شوی و او موخه يې داوه چې د حکومتي ادارو ويندويان څنګه وکولای شي خبريالانو ته سم، دقيق او پر وخت معلومات ورکړي.
تیرو اونیو ته په پام سره، دا اونۍ مو د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمینځ د همغږیو په اړه مثبت خبرونه لرل، مګر له بده مرغه لاهم خورا زیاتې د رسنیو او خبریالانو پروړاندې شته چې بې ځوابه پاتې دي.
