رسنۍ په اونۍ کې/ د ډسمبر دریمه اونۍ

تیره اونۍ هم په ولایتونو او زونونو کې د خبریالانو او دولتي چارواکو سره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د استازو او همکارانو ناستې او لیدونو دوام درلود. په رسنیو کې د خبریالانو او مسلکي کارکوونکو کموالی د دغو غونډو له موندنو څخه یوه وه.


ختيځ زون
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د ختيځ زون همکارانو تېره اوونۍ د تېر په څېر له ځايي حکومتي مسوولينو، د رسنيو له مسوولينو او خبريالانو سره د ليدنو پرمهال د خبريالانو د وضعيت، امنيتي ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو بېلابېلې غونډې او ناستې ترسره کړې.


ننګرهار: ننګرهار کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي د ننګرهار ښاروالۍ د نوي ټاکل شوي وياند سره کتلي او له هغه یې غوښتي چې خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکړې زمينه برابره کړي.


لغمان :لغمان کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې  استازي ميرويس خواوږي په دغه ولايت کې د (هيرو انلاين ټي وي) په نوم پرليکه رسنۍ د اوومې کليزې د نمانځغونډې پرمهال د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او نورو چارواکو څخه وغوښتل چې  خبريالانو ته د اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.


کونړ:کونړ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولایتي همکار له ځايي خبريالانو سره د يوې ناستې پرمهال په کونړ کې د رسنیو پر وړاندې پر شته ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.


په دغه ناسته کې خبریالانو پردې ټینګار درلود چې حکومت بايد خبريالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي، خونديتوب او رسنيو د ملاتړ برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.


شمال ختیتځ زون
تخار ولایت: له بده مرغه په ​​تخار کې فعالې رسنۍ د یو یا دوو کارکوونکو په درلودلو سره خپلې خپرونې مخ ته بیایي او د اقتصادي ستونزو له امله د کارکوونکو د جذبولو توان نه لري. خو د اطلاعاتو او کلتور د رياست له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي بهير يو څه ښه شوى دى. مګر په رسنیو کې د ښځو غږونه خپرول لاهم منع دي.

په دغه ولايت کې د خبريالانو د فزيکي مصونيت په اړه لا هم اندېښنې شته. دا مهال  د تخار د خبریالانو یوه اصلي ستونزه د عایداتي سرچینو نشتوالی دی، چې رسنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.


بدخشان ولایت: له تېرو دوو اونیو راهیسې د بدخشان حکومتي چارواکو ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړې چې خپلو یوټیوب چینلونو ته کار وکړي او له ښار او بازار څخه راپورونه چمتو کوي.
د بانوان په نامه یوه راډیو له یوې میاشتې راهیسې د اقتصادي ستونزو له امله فعاله نه ده. خو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ددغې رسنۍ کارکوونکو ته د فعاليت د بيا پيل اجازه ورکړې او د همکارۍ ژمنه يې ورسره کړې ده. له بلې خوا، له سقوط شویو شپږو رسنیو څخه هیڅ یوې هم خپل نشرات بیرته نه دي پیل کړي.
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين له رسنيو سره تقریباً نرم چال چلند لري، خو د ديني خپرونو د نشر په اړه د حکومت پر پالیسۍ کلک ولاړ دي او وایي چې هیڅ رسنۍ حق نه لري فلمونه، ډرامې، سندرې او تفریحي خپرونې خپرې کړي.
که څه هم چې د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ښځينه خبریالانو او رسنیزو کارکونکو ته په رسنيو کې د کار کولو اجازه ورکړې، خو تر اوسه د دغه ولايت ښځینه خبریالانو د وېرې او اندېښنو له امله خپل رسنیز فعاليتونه نه دي پیل کړي.


کندز ولایت: شبنم راډیو په کندز ولایت کې د ښځو د یوې پخوانۍ راډیو په توګه له امانتي وسایلو نه په ګټې اخیستو خپل فعالیت له سره پیل کړ، خو د ښځنه کارکونکو د نشتوالي له امله یې د اوس لپاره  خپرونې نارینه خبریالان او کارکونکي سمبالوي.


بغلان ولايت: د بغلان ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست څخه واردمخه اجازې نه پرته هيڅ خبريال او رسنۍ ته د مرکې کولو اجازه نه ورکول کیږي. تر دې چې خورا لومړني معلومات او اطلاعات باید د دغې ادارې له فلټر څخه تیر شي او بیا رسنیو ته ورسیږي.


سویل ختیځ زون
خوست: دغلته د یوشمیر نورو ولایتونو پرخلاف چي رسنیو ته ویل شوي یوازې اسلامي خپرونې به خپروي، د یو شمیر اسلامي خپرونو ترڅنګ ځینې تفریحي او د موسیقی پروګرامونه هم مخته وړي.

په رسنیو کې ورځ تر بلې د مسلکي کسانو کمښت راځي چې له امله یې په نشراتو هم بده اغیزه لرلې ده اوعلت یې هم دا دی چې رسنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای خپلو مسلکي کارکونکو ته لازم مادي  امکانات برابرکړي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وخت ناوخت خبریالان او د رسنیو مسوولینو سره د همغږۍ غونډې کوي خو د ولایت د مقام له لوري تر دې مه  له خبریالانو سره کومه د همغږۍ ناسته نه ده تر سره شوې.


پکتیا: په پکتيا ولايت کې د څو مياشتو پخوا په نسبت اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت ښه شوی دی او بېلابېلې ادارې له خبريالانو سره خپل معلومات شريکوي. په دې ولايت کې د ادارو رییسان خبريالا په ډله ايز ډول ادارو ته غواړي او د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکوي. خو په دې برخه کې يوه ستونزه لاهم موجوده ده، هغه داچې نظامي ادارې تر ډيره معلومات نه ورکوي يا هغه خبريالان چې په تحقيقي موضوعاتو کار کوي هغوی په ډيره مشکله اطلاعاتو ته لاسرسی مومي.


پکتیکا: یوازې د اطلاعاتو او کلتور رییس له رسنیو سره د خبرو حق لري، نور چارواکي معلومات نه شریکوي. د یادې ستونزې د حل او ځینو نورو برخو ته د پاملرنې په هدف د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې استازي  تیره اونۍ د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره ناسته درلوده.


لوګر: لوګر ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې لاهم ستونزې شته، خو د کمیټې د ولایتي استازي په هڅه د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د لوګر له والي سره ناسته ترسر شوه، چې په دغه ناسته کې د لوګر والي د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې استازي، خبریالانو او د رسنیو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې مالوماتو ته  د لاسرسي برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کوي او هیڅ مالومات به له رسنیو پټ نه پاتې کیږي.


لویدیځ زون
غور: د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې ولایتي همکار د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د سیمه ییزو حکومتي ادارو د ملاتړ او د حکومتي مسوولینو د لا ښه معلوماتو ورکولو او همکارۍ په اړه خبرې وکړې. له رسنیو سره په لیدنه کې هوکړه وشوه چې په راتلونکو ناستو کې به پر نورو موضوعاتو خبرې او کار کیږي. دغه راز پرېکړه وشوه چې له خبريالانو سره به په ناستو کې او د ټليفون له لارې خبرې کیږي او د هغوى ستونزې به په ګوته او ورته به د حل مناسبې لارې چارې کتل کیږي.


بادغیس: په بادغیس کې د یوې سیمه ایزې راډیو مسوول عبدالرازق صدیقي وايي: له وروستیو تحولاتو را وروسته د سیمه ییزو رسنیو اقتصادي وضعیت بدل شوی دی. هغه زياته کړه، چې د مالي ستونزو له امله يې د کارکوونکو شمېر کم کړی دى، د صديقي په وينا، که چېرې وضعيت همداسې دوام ومومي او رسنۍ ونه شي کولای چې عايد ولري، د دغه ولايت ډېرى سيمه ييزې رسنۍ به وتړل شي.


وروسته له هغه چې په بادغيس ولايت کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي همکار له رسنيو سره د معلوماتو د شريکولو په تړاو د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره خبرې وکړې؛ اوس د اطلاعاتو د شریکولو برخه کي یو څه ښه والی راغلی دی او ځايي چارواکي له خبريالانو سره معلومات شريکوي.


ددې راپور پی ډې اف دلته ډانلوډ کړئ