رسنۍ په اونۍ کې/ د ډسمبر لومړۍ اونۍ

له بلخ ولایته رپوټونه وایي چې دغلته اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې یو څه پرمختګونه رامنځته شوي، مثلاٌ خبریالان اوس تر ډيره حکوتي غونډو ته ور غوښتل کیږي او له ورځنیو حکومتي چارو تر یوه حده معلومات ورسره شریکیږي. بلخوا په کنړ ولایت کې بیا د یوه ځایي خبریال او ولایت د مقام ترمینځ رامنځته شوې ستونزه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په منځګړیتوب اواره شوه.


ختیځ زون
ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې سيمه ييزې خپلواکې رسنۍ موجودې دي چې تر اوسه په ټول زون کې شپږ رسنۍ بندې شوي خو نورې هم د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که يې لاسنيوی ونه شي نو د بندېدو لامل به يې وګرځي.

همدا اوس د اقتصادي ستونزو له امله زياترو رسنيو خپلې ښځينه کارکوونکې ځواب کړي او نارينه کارکوونکي يې له معاش او امتياز پرته کار کوي.


کونړ: تېره اوونۍ کونړ کې د پژواک خبري اژانس خبريال قضافي مل په دغه ولايت کې د غلا د پېښو د ډېروالي په تړاو په يو راپورکار کړی و چې د کونړ د والي له لوري په دغه راپور ګواښل شوی و. خو وروسته په کونړ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولایتي همکار فضل الواحد افکاري د کونړ له والي او اطلاعات او فرهنګ ريیس سره د موضوع په تړوا بحث وکړ او د هغه په منځګړیتوب موضوع حل شوه.


دغه راز په کونړکې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټي همکار د یو شمیر خبریالانو په ملتیا د کونړ والي محمدقاسم خالد سره د خبریالانو د ستونزو په اړهم ناسته وکړه. د کمیټی همکار له والي او نورو مسوولینو وغوښتل چې  د خبریالانو د خوندیتوب، معلوماتو ته د لاسرسی، د بیان ازادۍ ته ژمن پاتي کېدو او ځينو نورو ستونزو د اواري برخه کې پام او همکاري وکړي. د کونړ والي خبریالانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ خو يادونه يې وکړه په دې دلیل چې ادارې ټولې نوې شوي او یو لوی بدلون رامنځته شوی، نو بايد یوڅه زغم څخه کار واخېستل شي.


ننګرهار: ختيځ کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټي مسوول، د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ له رييس سره په يوه ناسته کې هغه ژمنې تعقیب کړې چې نوموړي له خبریالانو سره کړې وې.
د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس د کمېټې د استازي په هڅه له خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو له مسوليونو سره څه موده وړاندې په یوه ناسته کې ژمنه کړې وه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه به ټولو رياستونو ته وياندويان ټاکل کېږي، د سيمه ييزو رسنيو د برېښنا، امنيت او خبريالانو د خونديتوب ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
ددغې تعقیبي ناستي په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مننه وشوه چې  له ژمنې سره سم یې مطبوعاتو ته  د لاسرسي په موخه امنيه قوماندانۍ ته وياند وټاکل شو، ملي امنيت هم د وياند د ټاکل کېدو لپاره د وړ شخص په لټه کې دی او نورو ادارو هم ژمنې کړې دي.
دغه راز د سيمه ييزو رسنيو د برېښنا د ستونزې په تړاو چې بايد د دوی د برېښنا بلونه ارزانه شي د اطلاعات او فرهنګ رييس وويل چې دغه موضوع به هم له بریښنا وزارت سره شریکه شي.


لغمان: لغمان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ولایتي همکار په غوښتنه د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره یوځای، د غږیزو رسنیو د حالت پوښتنه وشوه.
 د دې لپاره چې لغمان ولایت کې د غږیزو رسنیو ستونزې او غوښتنې په ګوته شي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې دولایتي همکار میرویس خواخوږي او د لغمان ولایت د اطلاعاتواو  فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي له بیلابیلو غږیزو رسنیو څخه لیدنه وکړه. د رسنیو د مسوولینو خپلې ستونزې لکه اقتصادي او نشراتي برخو کې له پلاوي سره شریکې کړې.


ننګرهار کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم له ستونزو سره مخ دي.
د ليندۍ په ۹مه جلال اباد ښار کې د شپې پر دوو بجو د داعش وسله والو او طالب سرتېرو ترمنځ نښته پيل شوه او د ورځې تر نهو بجو يې دوام درلود خو خبريالانو ته د ورځې په ۱۱ بجو معلومات او اجازه ورکړل شوه چې خبریالانو ته د رسنيو د مسولينو له لوري په همدې خاطر ډېرې ستونزې جوړې شوې ځکه ټولنيزو شبکو کې خلکو پوسټونه کول او خبريالانو سره معلومات نه شريکېدل. ګڼې داسې نورې پېښې او ستونزې هم د اطلاعاتو نه لاسرسي په برخه کې شته.


سویل ختیځ زون
خوست: په خوست ولایت کې د تیر په څیر اطلاعاتو ته لاس رسی سخت دی، دغه ستونزه په امنیتي او د څارنوالیو اړوند ادارو کې تر ډیره موجوده ده.

که څه هم د نوي حکومت په راتګ سره هیڅ خبریال په دې ولایت کې له تاوتریخوالي سره نه دی مخ شوی خو بیا هم له خبریالانو سره د ځاني خوندیتوب په برخه کې ویره شته.
رسنۍ تر پخوا اوس د مسلکي کارکونکو له سخت کمښت سره مخ دي، ځکه یو شمیر مسلکي کسانو دندې پریښودې او یو شمیر نور یې بیا په لازم ډول خپلې چارې مخته نه شي وړلی.
د نوي حکومت د ډیریو ادارو ویاندویان او نور مطبوعاتي مسوولین له رسنیزو چارو سره نابلده دي، په کار ده چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کميټه او د رسنیو د ملاتړ نورې ادارې د دوی لپاره ځانګړې ښوونیزې دورې په پام کې ونیسي.


لوګر: يوې چاپيزې رسنۍ ( لوګر جريدې) له درې مياشتې ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره خپل فعالیت پیل کړی او بيا چاپ شوه.
لوګر ولايت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رياست د مصوونیت کمېټې سره ژمنه کړې چې خبریالانو ته به د اطلاعاتو د ترلاسه کولو برخه کې همکاري کوي او نورې اسانتیاوې به رامنځته کوي.
لوګر ولايت کې د دولتي وياندويانو همکاري له رسنيو او ژورناليستانو سره د کمېټې په هلو ځلو ښه شوې ده، د‌ لوګر ولايت اطلاعاتو او کلتور رئيس له کمېټې غوښتي چې ددغه ولایت خبریالانو او د دولتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو ته د ظرفیت د لوړاوي ورکشاپونه پیل کړي.


شمال ختیځ
تخار: تیره اونۍ تخار ولایت کې د کمیټې ځایي همکار ددغه ولایت د یوشمیر خبریالانو په ملتیا د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره وکتل او د خبریالانو ستونزې او غوښتنې یې له هغه سره شریکې کړې. د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له خبریالانو سره د هر ډول همکارۍ او مرستې ژمنه وکړه.


بغلان: د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د کډوالو سرپرست وزیر بغلان ولایت ته یو سفر درلود، خو د ولایت د مقام ساتونکو لخوا د باختر آژانس خبریال ته اجازه ورنکړل شوه چې غونډې ته ورشي او د وزیر د سفر په اړه رپوټ ورکړي.


شمال زون
بلخ : په بلخ ولایت کې نظر دریو میاشتو مخکې ته، اوس اطلاعاتو ته لاسرسی یو څه ښه شوی دی. اوس خبریالان حکومتي غونډو ته وربلل کیږي. په پراختیایي، اقتصادي، ښاري او کلتوري مجلسونو کې د خبریالانو حضور زیات شوی دی او مسوولین په یو شمیر برخو کې ځوابونه ورکوي. خو تراوسه هم دلته دولتي ادارې ویندویان نه لري.


سرپل : د سرپل خبریالان د اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د اسانتیا غوښتونکي شول. تیره اونۍ د سرپل خبریالانو او مدني فعالانو ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مفتي محمد عمر سرپلي سره ولیدل او اطلاعاتو ته د اسانه لاسرسي او دغه راز د سانسور لیرې کولو او د رسنیو نشراتو کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اوسنۍ ستونزې لنډمهالې وبللې او له خبریالانو او د مدني ټولنې له فعالینو یې وغوښتل چې د خلکو او ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیتونه په ښه شان ترسره کړي.


فاریاب : په فاریاب کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي همکار ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره وکتل او خبریالانو او رسنیو پروړاندې د شته ستونزو د اواري غوښتنه وکړه.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي همکار فیروز غفوري له خبریالانو سره د تاوتریخوالو، د خبریالانو د خوندیتوب، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د یو زیات شمیر رسنیو د خپرونو د بندیدو، د رسنیو اقتصادي ستونزو او د خبریالانو د وزګارتیا په اړه خبرې وکړې او ددغو ستونزو پر اواري یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د پاملرنې او مرستې غوښتنه وکړه.
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الدین د خبریالانو او حکومت تر منیځ د ناستې او همغږۍ په اړه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له همکار څخه مننه وکړه او وعده یې وکړه چې خبریالانو سره به د پر وخت معلوماتو د شریکولو برخه کې مرسته کوي او همدا راز به د خبریالانو خوندیتوب ته هم پوره پام کیږي.


ددې راپور پی ډې اف دلته ډانلوډ کړئ