تیره اونۍ مو د هیواد له بیلابیلو ولایتونو د بیان د ازادۍ، خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه ډول ډول رپوټونه درلودل. دلته په مفصله توګه د زونونو او ولایتونو له مخې ورباندې بحث کوو.
ختیځ:
په دې وروستیو کې له هغې وروسته چې داعش ډلې په ننګرهار ولایت کې خپل بریدونه زیات کړي، خبریالانو او رسنیو ته یې هم ګڼې اندیښنې را پیدا کړې دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې استازي په همدې خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره ناسته ترسره کړه او د خبریالانو او رسنیو د کار کونکو پر خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
هغه همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس نه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د پژواک خبري آژانس او طلوع ټلویزون د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي قضیه چې په اګست میاشت کې پیښه شوې وه او هم د جاج نیوز او طلوع نیوز د خبریالانو د وهلو او کمرې د ماتولو قضیه چې په دې وروستیو کې پيښه شوې وه په سمه توګه وڅیړل شي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د استازي ټینګار دا و چې باید د پیښې عاملینو سره قانوني چلند وشي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ددغو دوو پیښو له امله یوځل بیا ددې ولایت له خبریالانو او رسنیو بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې دغه قضیې به په جدي توګه څیړل کیږي او له عاملینو سره به یې قانوني چلند کیږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه راز د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د استازي د دې غوښتنې په ځواب کې چې ټولو حکومتي ادارو ته دې ویندویان وټاکل شي وویل چې دغه کار به هم په نږدې راتلونکې کې وشي. هغه دغه راز وویل چې اوس مهال که خبریالان له هرې حکومتي ادارې څخه د معلوماتو او یاهم مرکې د ترلاسه کولو برخه کې اړتیا ولري نو دوی به ورسره د همغږۍ برخه کې مرسته وکړي.
مرکزي زون:
بامیان: په بامیانو ولایت کې نږدې اتیا سلنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي وزګار شوي دي. له دې سره له نیکمرغه په بامیانو ولایت کې نسیم په نامه راډيو، ملي راډیو ټلویزون او بامیان ټلویزون خپلې خپرونې بیرته پیل کړې دي.
دایکنډي: تیره اونۍ په دغه ولایت کې، یوازې ملي راډیو او ټلویزون خپلې خپرونې له سره پیل کړې دي، څو محدود ساعتونه خپرونې لري او ترډیره د مرکز خپرونې ریلیز کوي.
د نویو شرایطو په راتلو سره په دایکندي ولایت کې شاوخوا ۳۰ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي وزګارشوي وو چې په دې وروستیو شپو ورځو کې د ملي ټلویزیون د خپرونو پیل سره ۵تنه یې بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي. د دایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته ویلي دي چې خپلې خپرونې باید د قرانکریم په تلاوت سره پيل کړي او د خپرونو په جریان کې دې نعتونه او اسلامي مطالب خپروي او په ټوله کې باید خپرونې له اسلامي اصولو سره برابرې وي.
د کابل شمال:
پنجشیر: په پنجشیر ولایت کې د رسنیو وضعیت ښه نه دی او لاهم مخ په خراپیدو دی. خراسان راډیو خپرونې نه لري، کچکن راډیو هم کیدای شي د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي. د وږې میاشت کې وروسته له هغې چې دغه ولایت سقوط وکړ، زیاتره خبریالانو او د رسنیو کارنکو دغه ولایت پریښی او د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله تراوسه بیرته پنجشیر ته نه دي راستانه شوي.
شمال:
بلخ: تر اوسه هیڅ یو دولتي اداره ویاند نه لري او ډیر لږ مسوولین حاضریږي چې رسنیو سره خبرې وکړي چې دغه حالت پخپله د معلوماتو د رسونې پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.
په بلخ ولایت کې د ۱۱ټلویزیونونو او ۱۳راډیوګانو له جملې نه اوس یوازې یو ټلویزون او څلور راډیوګانې خپرونې لري او نور یې د اقتصادي ستونزو له امله تړلې دي.
شمال ختیځ:
کندز ولایت: مهمه مسله اقتصادي ستونزې او د جریمو نه معاف کیدل دي، چې د رسنیو مسوولین یې په جدي توګه اندیښمن کړي او ددې ویره شته چې ګڼې رسنۍ په کندز کې وتړل شي. په وروستیو اونیو کې کومې رسنۍ بیرته خپلې خپرونې نه دي پیل کړي.
تخار ولایت: له بدغه مرغه تیره اونۍ هم په تخار ولایت کې د رسینو د خپرونو د دریدو خبر ورکول شوی دی. له یو څو رسنیو پرته چې د ورځې شپږ ساعته خپرونې لري او یو یا دوه کسه کارکونکې پکې کار کوي نور د رسنیو مطلق اکثریت کارکونکي وزګار شوي او یوشمیر یې له دغه ولایت څخه د باندې ژوند کوي.
بدخشان ولایت: دلته یوشمیر رسنۍ د امارت له پالیسیو سره سم خپرونې کوي. خو د هغو پینځو رسنیو له جملې نه چې خپرونې یې دریدلي یوې یې هم بیرته خپلې خپرونې نه دي پیل کړي.
جنوب شرق:
لوګر: تیره اونۍ په لوګر ولایت کې کومې رسنۍ خپلې خپرونې نه دي درولې او نه هم کومې تړل شوې رسنۍ خپلې خپرونې بیا پیل کړې دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي همکار د رسنیو له یو شمیر سیمه ایزو همکارانو سره یو ځای د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره وکتل. په دغه غونډه کې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د کمیټې له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې خپل عادي فعالیتونه د خبریالانو د خوندیتوب او مسلکي ښوونیزو دورو په برخه کې پراخ کړي. هغه وویل چې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د فعالیتونو او هڅو ملاتړ او درناوی کوي.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم د کمیټې همکار ته ډاډ ورکړ چې دغه ولایت کې به د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ټولې قضیې په جدي توګه څیړل کیږي او تعقیبیږي به. په لوګر ولایت کې د سیمه ایزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو هم د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې نه وغوښتل چې خپل روزنیزاو د خوندیتوب ورکشاپونه او پروګرامونه په دغه ولایت کې پراخ کړي.
پکتیا: په پکتیا ولایت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې همکار ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره وکتل او ددغه ولایت د خبریالانو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې. د کمیټې همکار د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست نه وغوښتل چې خبریالانو سره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې همکاري وکړي. د کمیټې د همکار ددغې غوښتنې په ځواب کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل چې له ټولو حکومتي ادارو سره به همغي وشي ترڅو خبریالانو ته اړین معلومت په وخت سره او په دقیقه توګه ورکړي.
هغه همداشان وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د پوځي او ملکي ادارو د مطبوعاتو برخې مسوولینو ته روزنیز ورکشاپونه جوړ شي چې څنګه خبریالانو سره معلومات شریک کړي.
تیره اونۍ هم خبریالان او رسنۍ د پخوا په څیر اقتصادي، د خوندیتوب او معلوماتو ته د نه لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ وو. خو تیره اونۍ بیا مثبت ټکی له یوشمیر حکومتي مسوولینو سره د خبریالانو او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د استازو لیده کاته او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او هغوی سره د همکارۍ په اړه د حکومتي مسوولینو ژمنې وې.
