دا اونۍ د خبریالانو او رسنیو تر ټولو زیات شکایتونه د اقتصادي ستونزو، د حکومتي مسوولینو لخوا د اطلاعاتو نه شریکولو او سانسور شدت له ناحیې وو. په زیاتو ولایتونو کې د حکومت لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو یوازینۍ سرچینې ټاکل شوې دي، چې دغه ادرسونه هم یوازې د خپلې خوښې حکومتي معلومات له رسنیو سره شریکوي او ډیرکله د پیښو او ټولنیزو ستونزو په اړه چوپتیا غوره کوي.
د رسنیو او خبریالانو وضعیت
تیره اونۍ د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا د خبریالانو د ستونزو او ګواښونو ۱۸ قضیې ثبت او ارزول شوې دي.
• په غزني ولایت کې د ملي ټلویزون ویاند وکیل اشرفي د طالبانو لخوا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې رټل شوی او سپکې سپورې ورته شوې دي.
• د آیینې ټلویزون خبریال جمال کمالزاده وایي چې د کابل د نوي ښار په پارک د یوې خبرې موضوع د پوښښ پر مهال د طالبانو لخوا وهل شوی دی.
• د خيبر نوښت په نوم راډيو چې د لغمان ولايت له سقوط سره سم ورته يو شمېر وسله وال طالبان ورغلي او ودانۍ يې ورنه نیولې، لا هم د دغو وسله والو په لاس کې ده او له امله يې د رادیو نشرات لاهم بند دي. خونديتوب کمېټې په ولايتي او مرکزي کچه د دغې راډيو د ودانۍ د بیرته سپارلو او نشراتو د بيا پيل ډېرې هڅې وکړې خو هلته مېشت خو تراوسه یې پایله نه ده لرلې.
• نورستان کې دوه خصوصي راډيوګانې موجودې وې چې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او اوس هلته هیڅ رسنۍ نشته.
• په غور ولایت کې بیا د ( صدای سرحد) په نامه یوه راډیو تړل شوې ده.
• په فراه ولایت کې دوه خبریالان له ګواښونو سره مخ شول. یو یې د عروج راډیو خبریال و چې د یوه رپوټ له امله د طالبانو لخوا پرې نیوکه شوې وه او بل یې هم د نشاط راډیو مسوول و چې په خپلو خپرونو کې یې موسیقي نشر کړې وه چې له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا ترڅارلاندې و.
• له کندز ولایته هم یو خبریال د ګواښونو له امله کابل ته را کډه شوی دی.
اقتصادي ستونزې
د اقتصادي ستونزو له امله ګڼې رسنۍ په ځانګړې توګه په ولایتونو کې څه تړل شوې دي او څه نورې هم د تړکیدو له ګواښ سره مخ دي.
• په فاریاب ولایت کې د رسنیو مسوولین وایي که دغلته د رسنیو اقتصادي ستونزې همداسې دوام ومومي، نو مجبور به شي خپلې رسنۍ وتړي.
• په یوشمر ولایتونو لکه فراه کې بیا رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کارکونو شمیر بیخي کم کړی دی او هغه چې پاتې هم دي په خورا کم معاش خپلې دندې سرته رسوي.
سانسور
• په فاریاب ولایت کې د رسنیو مسوولین وایي دغلته د طالبانو له راتګ وروسته رسنیو ته د ژوندیو یا لایف خپرونو د نشر اجازه نه ورکول کیږي. هغوی وایي د ځایي مسوولینو له سپارښتنې سره سم باید یوازې نعتونه او اسلامي ترانې نشر کړي، د موسیقي د خپرولو اجازه نه لري.
• هرات ولایت کې هم رسنیو ته ویل شوي چې که غواړي چارواکو سره مرکې وکړي نو لومړی دې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره خبره شریکه کړي.
• په یوشمیر ولایتونو لکه نمیروز کې آن روغتیایي خپرونه کې ډاکټر او دینې خپرونه کې دیني عالم هم باید د امارت له لوري تایید شوی وي چې خپرونه کې ګډون وکړي.
• په غور ولایت کې بیا خبریالان مجبور دې چې د ولایت په کچه خبرونه چې امنیتي مسایل هم پکې شامل دي د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره شریک کړي، که هغوی اجازه ورکړه نو بیا به یې رسنۍ د نشر حق لري. د موسیقۍ د نشر اجازه قطعاٌ نشته او د خپرونو زیکنالونو کې هم باید اسلامي ترانې وکارول شي.
اطلاعاتو ته لاسرسی
جالبه بیا داده چې په یو شمیر ولایتونولکه بادغیس کې امارتي مسوولین نه رسنیو سره کار لري او نه یې هم ملاتړ کوي.
برعکس ددې چې په ګڼو ولایتونو کې هغوی خبریالانو ته محدودیتونه وضع کوي.
د ښځینه خبریالانو وضعیت
طالبان په یوشمیر ولایتونو لکه هرات کې د ښځینه خبریالانو د کار کولو په اړه روښانه پالیسي نه لري او په دې اړه پریکړه تل راتلونکې ته حواله کوي. بادغیس ولایت کې هم کله چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د ښځینه خبریالانو د کارد بیا پیلولو په اړه خبرې کیږي نو هغوی وایي چې د اوس لپاره غوره دا ده چې ښځینه خبریالانې په کور واوسي.
مثبت ټکي
په هرات ولایت کې د معراج په نامه راډیو خپل نشرات بیا پل کړي دي، ټلویزون یې هم د څو ساعتونو لپاره خپرونې وکړې خو بیرته یې نشرات ودریدل.
بادغیس ولایت کې هم دوه غږیزو رسنیو بیرته خپل نشرات پیل کړي دي.
په نیمروز ولایت کې بیا ( برنا راډیو او ټلویزون)،( دوست راډیو)، ( صدای سیستان راډیو)او ( ملي راډیو او ټلویزون) بیرته خپلې خپرونې پیل کړې دي.
په کندز ولایت کې هم د ( اورانوس) په نامه خصوصي ټلویزون خپلې خپرونې بیا له سره پیل کړې دي.
له اقتصادي ستونزو راواخله بیا تر، سانسور، اطلاعاتو ته نه لاسرسۍ او هم دا چې خبریالان باید کومې ازادۍ ولري، د دوی دخوندي فعالیت لپاره کوم میکانیزمونه او شرایط په پام کې ونیول شي. اطلاعات به په کوم ډول په چټکۍ او سمه توګه دوی ته ورکول کیږي؟ او داسې لسهاوو نورې پوښتنې او ننګونې شته چې په هیواد کې یې د خبریالانو او رسنیو کار له ننګونو سره مخ کړی دی.
ددې راپور پی ډې اف دلته ډانلوډ کړئ
