رسنۍ په اونۍ کې/ د اکتوبر څلورمه اونۍ

دا اونۍ مو په هیواد کې د رسنیو د وضعیت ارزونه د ولایتونو له مخې کړې ده. د ټول هیواد په کچه په ولایتونو کې زموږ ولایتي همکارانو او په زونونو کې زموږ استازو په خورا دقت او زیرتیا سره په خپلو سیمو کې د بیان ازادي، د رسنیو او خبریالانو وضعیت څارلی او رپوټ ورکونه یې کړې ده. دلته مو هغه مسایل او پیښې راخستي چې په یو شمیر ولایتونو کې شوې دي.


ننګرهار 
د اسلامي امارت کسانو په ننګرهار ولایت کې دوه خبریالان وهلي ټوکلي دي. دغه پیښه د اکتوبر میاشتې په ۲۴مه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د طلوع نیوز ټلویزون او د جاج په نامه د یوه خبري ویب سایټ خبریالان د مسافرینو د وضعیت د خبري پوښښ لپاره تورخم ښارګوټي ته تللي وو. د ا.ا.ا کسانو دغه خبریالان ووهل او کمره یې ورته تر ماتولو وروسته د خوړ اوبو ته وغورځوله.
سره له دې چې د تورخم کمیسار په دې اړه بخښنه وغوښته او وعده یې وکړه چې د کمرې تاوان به پرې کوي خو تراوسه دا کار نه دی شوی. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي چې له پیښې خبر شوی او هغه یې له مسوولینو سره شریکه کړې ده.


بلخ 
په تیره یوه اونۍ په بلخ ولایت کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي کومه پیښه نه ده شوې. اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه محدودیتونه پرخپل ځای پراته دي، هیڅ یوې حکومتي غونډې یا مجلس ته خبریالان نه وربلل کیږي. ښځینه خبریالانې ټولې په کار ناستې دي او داسې انګیرل کیږي چې د هغوی د فعالیتونو د بیا پیل لپاره کومه اراده موجوده نه وي.


جوزجان
په جوزجان ولایت کې یوازې دوه تنه ازاد خبریالان پاتې دي او نور ټول یا له ولایته او یاهم هیواد څخه بهر وتلي دي. ملي ټلویزون او درې غږیزې رسنۍ خپرونې کوي. د آیینې او باتور ټلویزیون ملکیتونه د اسلامي امارت د سرتیرو تر ولکې لاندې دي، ددغو رسنیو مسوولین هڅه کوي ترڅو خپل ملکیتونه بیرته ترلاسه کي وا خپلې خپرونې پیل کړي. اطلاعاتو ته لاسرسی لاهم یوه ستونزه ده او ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د هرڅه په اړه پریکړه کونکی دی.


سرپل
په سرپل ولایت کې چې څو رسنۍ خپرونې کوې یوازې د اتو ساعتونو لپاره وي،یوازې یو څو کارکونکي یې رسمي دي او پاتې نورو یې چې په افتخاري توګه کار کاوه اوس ټول په کور دي.


فاریاب 
په میمنه کې یوازې ۴ راډیوګانې خپرونې لري، ۷ نورې راډیوګانې تړلې دي. په فاریاب کې د رسنیو د نشراتو نشتوالی اقتصادي ستونزې دي. تمنا راډیو، ممتاز، میمنه راډیو او صحت راډیو خپرونې لري.


سمنګان 
ایبک د هیواد په شمال کې ترټولو کوچنی ښار دی، دغلته پخوا هم د رسنیو شمیر بیخي کم و اوس هم دغلته یوازې حقیقت راډیو او ملي ټلویزون خپرونې لري او پاتې رسنۍ تړلي او خبریالان یې وزګار دي.


غور
په وروسیتو شپو ورځو کې هغه خبریالان چې د غور ولایت په دولتي ټلویزون کې کار کوي، شکایت لري چې په دغو دوو میاشتو کې یې خپل معاشون نه دي ترلاسه کړي او وایي که وضعیت همداسې روان وي نو مجبور به شي چې خپل رسنیز کارونه پریږدي، تر دوی وړاندې هم یو شمیر د خصوصي رسنیو خبریالانو او یو شمیر هم د دولتي رسنیو خبریالانو او کارکونکو خپل کارونه پریښي او اطلاعاتو ته لاسرسی لا هم محدود دی او ښځینه خبریالانې خو لا د کار اجازه نه لري. رسنیو په خپلو نشراتو کې ډیرتغییر راوستی دی او د سرحد په نامه یوه راډیو خو تړل شوې ده. یو شمیر هغو خبریالانو او رسنیزو کارکونکو چې لا پخوا یې خپل رسنیز 
کارونه پریښي دي اوس په هیواد دننه یا نورو هیوادونو کې درانه کارونه کوي. یوشمیر نورې رسنۍ هم د بودجې د نشتوالي له امله منظم نشرات نه لري، که د رسنیو مالي وضعیت ښه نشي د خبریالانو معاشونه ورنکړل شي او خبریالان د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ترلاسه نکړي، کیدای شي یو ګڼ شمیر نورې رسنۍ هم خپلې خپرونې ودروي او زیات شمیر خبریالان هم خپلې دندې پریږدي.
دا مهال په غور ولایت کې ښځینه خبریالانې د اطلاعاتو د رسونې برخه او خبریالۍ کې فعالیت نه کوي، ښځینه خبریالانې د کارکولو اجازه نه لري او هغو ښځو چې پخوا په دې برخه کې کار کاوه او ټولې په کور دي.


فراه
دغه ولایت کې په رسنیو کې د موسیقۍ خپرونې دریدلې دي. ښځینه خبریالانې په کور دي او په وقفه یې توګه دوه درې تنه خبریالانې خپرونو ته ورځي. داسې اټکل کیږي چې ددغه حالت د دوام په صورت کې به په فراه ولایت کې رسنۍ نورې ترڅو میاشتو زیات دوام ونکړي.
څو رسنۍ د موسیقۍ د نشر په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورغوښتل شوې وې او رسنیو ته سپارښتنه وشوه چې ان په اعلانونو کې دې هم د ښځو غږونه نه خپروي. 


نیمروز
د نیمروز ولایت خبریالان د حکومت له سقوط وروسته، بې ځایه شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د امنیت د نشتوالي احساس او د کورنۍ لپاره د لګښتونو له نشتوالي سره مخ دي. یوشمیر یې نورو ولایتونو ته تللي او یو شمیر نور یې هم ایران هیواد ته تللي دي.
د حکومت له سقوط ورځې وروسته په نیمروز ولایت کې دوه ټلویزونونه او څلور راډیوګانې د شاوخوا دوه میاشتو لپاره غیر فعالې وې.


زابل
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د فعالیتونو په دوام کې، په زابل ولایت کې د کمیټې ولایتي همکار ددغه ولایت د خبریالانو ستونزو ته د حل لارو د موندنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په خاطر، ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره وکتل او د یوشمیر خبریالانو په شتون کې یې د خبریالانو ستونزې او غوښتنې له مسوولینو سره شریکې کړې. هغه همدا شان په دغه غونډه کې د خبریالانو او حکومتي دولتي مسوولینو تر منیځ د اونیزو غونډو پر جوړیدو ټینګار وکړ.


په ټوله کې دا اونۍ هم رسنیو او خبریالانو له اقتصادي، وزګارتیا او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایتونه لرل. په ننګرهار ولایت کې د دوو تنو خبریالانو وهل ټوکل کیدل بیا پر پورتنیو ستونزو وراضافه ستونزه وه.


ددې راپور پی ډې اف دلته ډانلوډ کړئ