رسنۍ په اونۍ کې/ د نومبر لومړۍ اونۍ

دا اونۍ له بده مرغه خبریالانو ته له اقتصادي ستونزو ورهاخوا، د خوندیتوب برخه کې هم له ستونزو سره مله وه. چې د رسنیو، خبریالانو او له خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د اندیښنې یې زیاتې کړې دي. لومړۍ قضیه د لړم په ۶مه وه چې د خامه پریس خبریال عبدالخالق حسیني د کابل د نهمې حوزې په ساحه کې د وسله والو کسانو لخوا ووهل شو. بله قضیه بیا د لړم په ۷مه پیښه شوه چې په لوګر ولایت کې د مهال راډیو رییس زاهدالله حسین خیل، د اسلامي امارات د سرتیرو لخوا ونیول شو او وډبول شو. دریمه پیښه بیا د لړم په ۸مه وه چې د ایران د صدا وسیما خبریال علیرضا شریفي باندې د وسله والو له لوري مرګونی برید وشو او له امله یې نوموړی سخت ټپي شو. د لړم په اتمه دغه راز د راه فراد ټلویزون خبریال حسین احمدي په کابل کې د پاسپورټ ریاست پروړاندې ونیول شو او د هماغې ورځې په له غرمې وروسته بیرته ازاد کړل شو. د همدې میاشتې په ۱۳مه د مشرانو جرګې ټلویزون د تخنیګ برخې کارکونکي محمد هارون، د اقتصادي ستونزو له امله ځان زیندۍ کړ او ومړ.
دغه راز د هیواد له یوشمیر ولایتونو او زونونوڅخه د را رسیدلو رپوټونو له مخې د خبریالانو او رسنیو پروړاندې ستونزې په دې ډول دي:


ختیځ زون:
لغمان:د کمېټې د ولايتي همکار او مرکزي دفتر په هلو ځلو تېره اوونۍ د خوښۍ خبر دا و چې لغمان ولايت کې د يو طالب قوماندان له لوري د يوې راډيو يرغمل شوی دفتر خوشې شو او دغې راډيو بېرته پر نشراتو پیل وکړ.
لغمان کې د خيبر نوښت راډيو چې د تېر نظام له سقوط سره سم يې دفتر د يو ځایي طالب قوماندان له لوري نیول شوی او نشرات يې بند شوي وو، د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د پرلپسې هلو ځلو په پایله کې چې دغه ستونزه یې د لغمان ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست، ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ او د کورنيو چارو له وزارت سره له نږدې تعقیبوله، بلاخره د نومبر په ۱ ياد قوماندان د راډيو د دفتر له ودانۍ ووت او راډيو بېرته خپل نشرات پيل کړل.
ننګرهار: د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۸) د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې له لوري ننګرهار کې د وژل شوي خبريال سيد معروف سادات کورنۍ سره لیدنه وشوه او د کمیټې یوه اندازه نغدي مرسته ورته وسپارل شوه.
په دغه ورځ ختيځ کې د کمېټې استازي د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سره د خبريالانو پر ستونزو خبرې وکړې او له هغوی څخه يې غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
دغه راز په همدې ورځ د کمېټې استازي د ننګرهار د والي له وياند سره هم په ورته ناسته کې د خبريالانو پر ستونزو خبرې وکړې.
کنړ: په ختيځ کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي يوه پېښه په کونړ ولايت کې ثبت شوې چې د اکتوبر په ۳۰مه د پژواک خبري اژانس خبريال قضافي مل په يو روغتيايي رپوټ جوړکړی و چې په هغه کې د روغتون د رییس نظر اخستی و چې بیا د عامې روغتیا رییس غبرګون وښود او په دې خاطر چې دده نظر نه دی اخستل شوی خبریال یې ګواښلی و. چې د کمیټې د سیمیز همکار په مرسته ده ستونزه اواره شوه.
په دغه زون کې دغه راز اطلاعاتو ته د لاسري په برخه کې لا هم ستونزې پر ځای پاتې دي، د بیلګې په توګه په ننګرهار کې چې دغو  ورځو کې د نا امنۍ پېښې پکې ډېرې شوي دي، هېڅ چارواکی د پېښو په تړاو معلومات نه ورکوي او خبريالان اړ دي چې د عيني شاهدانو له قوله رپوټونه جوړ کړي.


سویل ختیځ:
پکتیا: په دې اونۍ کې په پکتيا کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه فزيکي ستونزه نده رامنځته شوې، خوځينې وخت له يو شمير ادارو سره د معلوماتوپه ترلاسه کولو کې ستونزه شته. ډيری ادارې د معلوماتو د ورکړې په سیستم نه پوهيږي.
په تيرو دريو مياشتو کې د پکتيا غږ، ښځو غږ او تحليل په نامه راډيو ګانې او د پکتيا غږ، جګړ او تخيل په نامه اخبارونه بند شوي. خو تر اوسه پورې کومې رسنۍ بیرته نشرات ندي پيل کړي.
په پکتيا کې شاوخوا د راډيوګانو او اخبار ۳۰ خبريالان بې دندې شوي دي.
پخوا په دې ولايت کې دوه ښځينه خبريالانو ددندې ترسره کولې، خو اوس نشته.
پکتیکا: په وروستیو هفتو کې په پکتیکا کې څلور سیمه ییزي راډیوګانې تړل شوې دي.د تلوسې په نوم یوې راډیو بېرته خپل نشرات پیل کړي او پاتې هغه يې همداسي لا پاتې دي.شاوخوا شل د رسنیو کارکوونکي او خبریالان وزګار شوي.
هغه مقررات چې د هېواد په کچه وضع شوي، هغه يې دلته پکتیکا کې هم وضع دي،د مثال په توګه، پرته د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس نه بل چارواکی او د کومي ادارې مشر له خبریالانو سره معلومات نشي شریکولای.
خوست: رسنۍ تر بل هر وخت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ویره شته که دغه اقتصادي ستونزې يې همداسې وکړي يو شمير رسنۍ به خپل فعالیت بند کړي.
- خوشبختانه په دې ولایت کې په دې وروستیو څو میاشتو یا د اسلامي امارت په راتګ سره هيڅ يوې رسنۍ تر دې وخته نشرات نه دي تړل شوي خو تر لسو  پورې خبریالانو او رسنیزو کارکونکو په دې ولایت کې دندې له لاسه ورکړي دي.تر ۱۲ خبریالان له خوست ولایت څخه نورو ولایتو او هم خارج هېوادونو ته وتلي دي.
رسنیو ته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په ځانګړي ناسته کې ويل شوي دي چې په خپرونو کې به د نجونو ټلیفونونه نه ځوابوي، د جمهوریت د وخت د ملا امامانو بیانونه به نه خپروي، سندرې به نه خپروي او په تفریحي خپرونو کې به کموالی راولي او پر ځای به يې د اسلامي امارت د پالیسۍ او غوښتنې مطابق دیني خپرونې، حمدیه او نعتیه کلامونه خپروي.
په اوس وخت کې هيڅ ښځینه خبریاله  دلته په کومه رسنۍ کې دنده نه لري.
لوګر: د خبریالانو خوندیتوب، مالوماتو ته نه لاس رسی، هغه څه دي چې روانه اونۍ هم لوګر ولایت کې خبریالان له یادو ستونزو سره لاس او ګیروان وو.لوګر ولایت کې په تیرو دوه میاشتو کې درې رسنۍ تړل شوي دي، چې یوه یې د اتفاق په نوم د ملي اردو راډيو او بله هم د اطلاتو او کلتور ریاست چاپیزه رسنۍ ( لوګر جریده ) چې تړل شوي دي او په اړه یې له کمیټي سره په وخت مالومات شریک شوي دي.
روانه اونۍ په لوګر ولایت کې هیڅ رسنۍ خپل فعالیت ندی پیل کړی.لوګر ولایت کې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو سره سم شاوخوا ۲۵ تنه خبریالان وزګار شوي دي.
لوګر ولایت څخه شاوخوا ۱۰ خبریالان له ولایت څخه وتلي دي چې د دې له ډلې څخه یې دوه تنه له هیواد څخه بهر ایران او امریکا ته تللي دي.
د  اسلامي امارت له لوري رسنیو ته ویل شوي چې د اسلامي احکامو له مخې باید نشرات وکړي او هغه خبري موضوعات چې رسنۍ ورباندې کار کوي له نشر څخه وړاندې د اسلامی امارت له فرهنګي او مطبوعاتي مسؤلینو سره شریک شي.
لوګر ولایت کې یوې ښځينه خبریالي کار ترسره کولو، چې اوس هغې هم د طالبانو له ویرې خپله دنده پریېښي ده.


شمال:
دا اونۍ د هیواد په شمال کې د خبریالانو او رسنیو پروړاندې کومه د تاوتریخوالي پیښه نده ثبت شوې. خو اقتصادي او امنیتي ستونزې لا هم شته.
بلخ : دغه ولایت کې ګڼې حکومتي ادارې ویندویان نه لري او د معلوماتو اخستلو لپاره هیڅ لاره وجود نه لري. نظامي مراسم د بلخ د ملي ټلویزون له لارې خپریږي چې بیا یې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سانسور شوې بڼه نورو خبریالانو ته په واک کې ورکوي.
جوزجان : د مهران په نامه نشراتي شبکې چې ددغه ولایت د سقوط پر مهال زیانمنه شوې وه او نشرات یې دریدلي وو، دا اونۍ یې بیرته خپل نشرات پیل کړل. له دې سره په دغه ولایت کې د فعالو رسنیو شمیر څلورو ته ورسید.
سمنګان : په دغه ولایت کې یوازې د حقیقت او شهروند په نامه دوه راډیوګانې فعالې دي. نورو یې خپلې خپرونې درولې دي.اطلاعاتو ته نه لاسرسی ددغه ولایت د خبریالانو او رسنیو له اصلي ستونزو څخه ده.ښځینه خبریالانې دغه ولایت کې هم د کار کولو اجازه نه لري.
فاریاب : میمنه راډیو، تمنا راډیو، ممتاز راډیو او صحت راډيو د فاریاب ولایت په مرکز میمنې کې فعالیت لري چې ټولې خصوصي راډيو ګانې دي.ددغو راډیوګانو مسوولین وایي که چیرې ورته پام ونشي ښایي د اقتصادي ستونزو له امله خپلې رسنۍ وتړي.


شمال ختیځ:
کندز: په کندز کې د خصوصي رسنیو مسوولینو دا اونۍ یو مکتوب چمتو کړی دی چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ته یې وسپاري تر څو هغوی له حکومت سره ددوی د مالیاتي جریمو او بریښنا د بیلونو په اړه خبرې وکړي. دغه د رسنیو مسوولین وایي چې بریښنا یې باید له تجارتي څخه عادي ته واوړي او مالیاتي جریمې باید ورته معاف شي.
تخار: دا اونۍ په دغه ولایت کې د دانش په نامه یوه غږیزه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې درولې دي.
ددغه ولایت د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو په ډیټابیس کې شاوخوا ۱۰۰ کسه ثبت دي چې شاوخوا ۲۵ هغه یې وزګار شوي دي.
دا اونۍ هم د تیرو اونیو په څیر تر ډیره اطلاعاتو ته نه لاسرسی او اقتصادي ستونزې د خبریالانو او رسنیو کارونه له ستونزو سره مخ کړي وو، خو امنیتي او مصونیتي ستونزې هم ورسره ملې وې.

یوه ستونزه چي دلته د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یي یادول اړین دي هغه داده چې په دې وروستیو کې یو شمیر خلک خبریالانو او مدنی فعالینو ته زنګونه وهي او ورته وایي چې ستاسو کیسونه قبول شوي او سبا یا نن ستاسو پرواز دی. دغه شان یوه پیښه په بلخ ولایت کې رامنځته شوې او څلور مدنی فعالانې په دې ډول تښتول شوي، وژل شوي او مړي یې یوه جر کې غورځول شوي دي. هیله ده چې خبریالان او د رسنیو درانه کارکونکي دغه شان مسایلو ته ډیر متوجه واوسي چې خدای مکړه له کومې بدې پیښې سره مخ نشي.


ددې راپور پی ډې اف دلته ډانلوډ کړئ