د۱۴۰۱د چنګاښ ۱۲مه
کابل، افغانستان:
په تیرو دوو ورځو کې د ارزګان او هلمند ولایتونو دوه تنه فعال خبریالان د اسلامي امارت له بند څخه آزاد شوي. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د دغو دوو خبریالانو د خوشي کېدو هرکلی کوي.
په ارزګان ولايت کې د پیوستون غږراډيو او ټلویزوند نشراتو مسوول خان محمد سيال چې د ۱۴۰۱لمريز کال د غوایيپه ٢١مه د حکومتيځواکونو له خوا بنديشویو، پرون د چنګاښمياشتې په ١١مه، پهدغه ولايت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د همکارپه هلو ځلو خوشې شو.
همدارنګه په هلمند ولایت کې د هیلې ټلویزیون خبریال ځوانتکل چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګوليمیاشتې په ۳۰ نیټه د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا بنديشوی و، نن د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۲مهنیټه له بنده آزاد شو.
د یادونې وړ ده چې درې نور خبريالان هر یوعمادالدين دورانچې د روان کال د غوایيپه ٢٤مه په کابل کېنیول شوی و،د افتاب راډيو مسوول ميرزا حسنيپه دايکنډي کې او د ګردیز غږ راډیو مسوول جمال الدين دلدارپه ګردیز کېد روان کال د غبرګولي په ۷مهنیول شوي وو، لاهم په بند کې دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټهد اسلامي امارت له چارواکو غواړيچې ددغو کسانو په خلاصون کې همکاري وکړي. له مسوولینو څخه یو ځل بیا غوښتنه کیږي چې د رسنیو د سرغړونې کمیسیون چې په دې وروستیو کې جوړ شوی، ژر تر ژره فعال کړي.