د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمیسیون د فعالیت د پيل کېدو څخه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هرکلی

1 سنبله 1401

د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمیسیون چې په هېواد کې د نوي نظام له راتګ را په دې خوا غیر فعال و، نن ۰۱/۶/۱۴۰۱ هجري لمریز نېټه یې دوباره په فعالیت پیل وکړ. د اطلاعات او کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخواه د دې کمیسیون په لومړۍ غونډه کې وویل، چې “د دې کمیسیون فعالیت د ټولیزو رسنیو د قانون د احکامو او د رسنیو او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو د پرلپسې غوښتنو په اساس په فعالیت پيل وکړ” نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د رسنیو اړوند ټولو مواردو او شکایتونو د څېړڼي صلاحیت یوازې دا کمیسیون لري او نور حکومتي بنسټونه نشي کولای چې په خپل سر د رسنیو په چارو کې مداخله وکړي.


په دې کمسیون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي د کمیسیون د بیا فعالیت په اړه خوښې وښوده او د کمیسیون په خپلواکي او د ټولیزو رسنیو د قانون په تطبیق یې ټینګار وکړ. د دې ترڅنګ یې وړاندیز وکړ، چې د رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د حل په موخه دې واحد ادرس معرفي شي، ترڅو کمېټه د خبریالانو د تاوتریخوالي اړوند قضیې ورسره شریکې او حل کړي.