کابل، افغانستان
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کابل نیوز ټلویزون د نشراتي فعالیت ودریدل په هیواد کې د اطلاعاتو د رسونې برخه کې لویه تشه ګڼي.
کابل نیوز د اطلاعاتو او خبر روسنې په برخه کې له لس کلن فعالیت وروسته نن د سلواغې په لسمه په رسمي ډول خپل فعالیت ودراوه.
په همدې حال کې په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر نورو رسنیو په ځانګړې توګه د سیمه ییزو رسنیو فعالیتونه د یوشمیر ستونزو او په ځانګړې توګه د مالي ستونزو له امله بند شوي دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټه له ټولو ذینفعو اړخونو غواړي چې د رسنیو پر وړاندې شته ننګونو ته پاملرنه وکړي او د معلوماتو د رسونې برخه کې د کار لپاره د غوره ممکن چاپیریال د برابرولو لپاره کار وکړي.