د ایټالیا په جنوبي ساحلي اوبو کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په غمجنه پېښه کې د هېواد د وتلي خبریالې تورپیکۍ امرخېل په ګډون تر ۷۰ ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
إنا لله و إنا إلیه راجعون
په دې ویرجنه پېښه کې د دومره لوی شمېر هېوادوالو له لاسه ورکول د ډېرې خواشینۍ وړ ده او موږ په دې ستره غمیزه کې ځان شریک بولو. همدارنګه په یاده پېښه کې د تجربه لروونکې او نوموتې ژورنالیستې مېرمن تورپیکۍ امرخېل مړینه د هېواد د رسنیزې کورنۍ لپاره ستره او نه جبرانیدونکې غمیزه ده.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په یاده پېښه کې ټولو غم ځپلو کورنیو او په ځانګړې توګه د اغلې تورپیکۍ امرخېل کورنۍ ته تسلیت وایي.
کمېټه همدارنګه په ټولو ښکېلو خواو غږ کوي، ترڅو د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو فزیکي او شغلي خوندیتوب د تامین په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي. د دې سربېره کمېټه له خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو څخه هم غوښتنه کوي، ترڅو له نا قانونه مهاجرتونو څخه چې لوړ ځاني زیان ورسره تړلی وي، ډډه وکړي.