په بلخ کې د خبریالانو په ناسته کې د چاودنې په اړه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مطبوعاتي اعلامیه

20 حوت 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو، دیني عالمانو او ملکي وګړو شوې چاودنه په کلکو ټکو غندي.


ټاکل شوې وه، نن (شنبه، د کب ۲۰مه) د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د دې ولایت یو شمېر خبریالان د یوه فرهنګي مرکز له لوري وستایل شي.


 له بده مرغه په چاودنه کې د تبیان فرهنګي مرکز دوه تنه کارکوونکي په شهادت رسیدلي او ۱۲ تنه خبریالان ژوبل شوي دي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د دې ویرجنې پېښې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.


کمېټه په پېښه کې ټپي شویو خبریالانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي او د ټولو هغو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو در دملنې لګښت په غاړه اخلي، چې په نننۍ چاودنه کې ټپيان او زیانمن شوي دي.


کمېټه همدارنګه په خورا جدیت له ټولو مسوولو اړخونو څخه غواړي، چې د دې جنایت د عاملینو د مجازاتو په برخه کې له هیڅ ډول اقداماتو څخه ډډه ونکړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه همدا راز له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت د ټینګښت په برخه کې د پام وړ ګامونه واخلي او یو ځل بیا وړاندیز کوي، چې د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت شته طرزالعمل تطبیق کړي.