په خوست کې د څلورو سیمه ییزو رسنیو د مدیرانو له خوشي کېدو څخه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هرکلی

20 ثور 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په خوست ولایت کې د دې ولایت د څلورو سیمه ییزو رسنیو د خوشي کېدو هرکلی کوي.


په خوست کې د غرغښت تلویزیون، چنار راډیو، نن اف ام او ولس غږ راډیو مدیران، چې د دوشنبې په ورځ، د غوايي میاشتې په ۱۸مه نېټه په دې ولایت کې د امربالمعروف ریاست ته غوښتل شوي و، له دوو ورځو وروسته، په مرکز او سوېل ختیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هڅو را خوشي شول.


په خوست ولایت کې د امر بالمعروف ریاست مسوولینو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي ته ویلي، چې د رسنیو یاد مدیران یې د یوه اصلاحي سیمینار په موخه دې ریاست ته ور غوښتي و.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له حکومتي مسوولینو څخه غوښتنه کوي، چې د رسنیو د سرغړوند اړوند مسایل د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د هغې ګډې کمېټې له لارې حل کړي، چې په وروستیو کې په دې ولایت کې جوړه شوې ده.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د حقونو د تامین په موخه په دوامداره توګه هڅې کوي.