د طلوع نیوز د مناظرې په اړه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې دریځ

16 ثور 1402

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د طلوع نیوز تلویزیون په مناظره کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د استازي دریځ او څرګندوني له بده مرغه په رسنیز ډګر کې د ناسمو تعبیرونو لامل ګرځېدلې دي. کمېټه د دې اعلامیې په خپرولو سره غواړي خپل دریځ بیان کړي او د خپلو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي، ترڅو د کمېټې هغه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او حقیقتونه برسېره شي، چې د رسنیو او خبریالانو په برخه کې ترسره کړي دي. که څه هم کمېټه ډاډه وه، چې مناظره به په مسلکي شکل د خبریالانو او رسنیو په بنسټیزو ستونزو بحثونه ولري، خو د چلوونکي د غیر مسلکي چلند له امله بحث تقابلي روحیه خپله کړه او کمېټې ته کافي فرصت ورنکړل شو، ترڅو خپل فعالیتونه بیان کړي. کمېټه په دې اړه خپله جدي اعتراض او نا رضایتي څرګندوي.

هغه ډول چې ټولو ته روښانه ده، په تېرو 14 کلونو کې کمېټې د مطبوعاتو د آزادۍ او ساتنې، پراختیا او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې تر ټولو زیاتې هلې ځلې کړې دي، په ځانګړې توګه د تېر یو کال او نهو میاشتو په اوږدو کې وروسته له دې چې په هېواد کې سیاسي تحولات راغلل او اسلامي امارت واک ته ورسېد، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هڅې او فعالیتونه لا هم په پراخه کچه روان او په کابل او 33 ولایتونو کې د خپل کاري ټیم په مرسته یې سلګونو خبریالانو ته عمده خدمات رسولي او د خبریالانو د کاري فضا د ښه والي په برخه کې ښې لاس ته راوړنې درلودلې دي.

د 2021 کال د اګسټ له 15مې وروسته کمېټې د خبریالانو د خوندتیوب، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د تعقیب، عدالت غوښتنې، نقدي بېړنیو مرستو، روغتیايي بېړنیو مرستو، امن ځایونو ته تر ګواښ لاندې خبریالانو انتقالول او د خبریالانو لپاره د خوندیتوب او رواني درملنې پروګرامونو دایرولو په برخه کې پراخ فعالیتونه لري، چې لاندې یې په ډېره لنډه توګه یادونه کېږي: