اطلاعاتو ته د لاسررسي نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اعلامیه

6 میزان 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ملاتړ نړیوالو او داخلي بنسټونو په څېر اطلاعاتو ته د لاسررسي د نړیوالې ورځې د نمانځې په لړ کې د دې ورځې مبارکي وایي. اطلاعاتو ته د لاسررسي نړیواله ورځ د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په ۷۴یمه غونډه کې ونومول شوه.


اطلاعاتو ته لاسررسی د وګړو اساسي حق ګڼل کېږي او څنګه چې اطلاعات د وګړو په ژوند کې مهم رول لري، د باور وړ او پر وخت اطلاعاتو ته لاسررسی د یوې عادلانه ټولنې د رامنځ ته کولو او په دې ټولنه کې د وګړو د مشارکت په برخو کې خورا مهم دي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د یوې رڼې، عادلانه او ځواب ویوونکې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره اطلاعاتو ته په لاسررسي ټینګار کوي او له ښکېلو ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوي، چې اطلاعاتو ته وګړو د لاسررسي په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.


کمېټه د همدې ورځې په مناسبت له حکومتي مسوولینو څخه غوښتنه کوي، چې اطلاعاتو ته د لاسررسي کمیسیون بیا ځلې فعال کړي او اطلاعاتو ته د لاسررسي قانون نافذ اعلان کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه همدارنګه د حکومتي ادارو لپاره د ویاندویانو او اطلاعاتو د آمرینو ګمارنه د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې مهم بولي او ترڅنګ یې د کره او پر وخت اطلاعاتو په شریکولو ټینګار کوي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او خبریالانو ته خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په برخو کې دوامدارې هڅې کوي.