د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د مجازاتو د معافیت نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اعلامیه

11 عقرب 1402

کابل، افغانستان


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د مجازاتو د معافیت ختمېدو نړیوالې ورځې په موخه چې هر کال د نوامبر په دویمه نېټه نمانځل کېږي، د رسنیو د ملاتړ له ملي او نړیوالو سازمانونو سره یو ځای کېږي.


نن د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت ختمولو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۲۰۱۳ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د ۶۸/۱۶۳ ګڼې پرېکړه لیک له مخې تصویب شوه.


خبریالان د حقایقو د خپرولو او د هېوادوالو د پوهاوي په برخه کې مهم رول لري او هغه جرایم چې د خبریالانو پر وړاندې ترسره کېږي، له مجازاتو څخه د عاملینو معافیت د اطلاع رسوني دا پروسه ټنکۍ کوي او د حقایقو د خپرولو جریان له خنډونو سره مخ کوي.


په تېر یوه کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ګڼ شمېر قضیو شاهدان یوو، چې عاملین یې یا پېژندل شوي نه دي او یا هم تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې نیول شوي نه دي. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دې باور ده ، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګي او د تاوتریخوالي د عاملینو مجازات کولای شي، له یوې خوا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه را ټيټه کړي او له بل لوري خبریالانو ته د خوندي چاپیریال په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب او امنیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي. د دې سربېره، کمېټه له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټولې قضیې د ټولیزو رسنیو د قانون په رڼا کې تعقیب کړي.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه  د خبریالانو او رسنیو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره هڅې کوي.