د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې په هلو ځلو له شپږ مياشتو ځنډ وروسته په دایکندي ولايت کې د نسیم راډیو نشرات بیا پیل کړل.
د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس سید مصطفب صالح وايي د نسیم رايډیو خپرونې چۍ د غیر قانوني نشراتو له امله د اطلاعاتو او کولتور وزارت د پرېکړې پر بنسټ بند شوي وو، د کب په ۱۲مه یې بېرته خپرونې پیل کړې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له حکومت غواړي چې د رسنیو او خبریالانو ژورنالستیکې سرغړونې دې د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لارې حل کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو لپاره د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو لپارهتل هڅې کوي.