د افغان خبريالانو خوندبتوب کمېټې په دایکندي ولايت کې د نسيم راډيو د مسوول مدير سلطان علي جوادي له خلاصون هر کلی کوي.
سلطان علي جوادي په تلې میاشت کې له نيول کېدو وروسته په يو کال بند محکوم شوی و خو د شپږو مياشتو له بند وروسته د کوچني اختر په مناسبت له بند ازاد شو.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له حکومتي چارواکو غواړي چې ټولو رسنيزو سرغړونو ته دې د رسنيزو سرغړونو کمېسيون له لارې رسېدنه وکړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د افغان خبريالانو د خونديتوب او د حقونو د ورکړې برخه کې تل هڅه کوي.