د عبدالحميد مبارز د مړينې په اړه د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د غمرازۍ پيغام

19 حمل 1403

په ډېرې خواشينۍ سره چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو پخوانی مرستيال او با تجربه افغان خبريال عبدالحميد مبارز مړ شو.


إنا لله و إنا إلیه راجعون


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه د خپلې ژورې غمرازۍ پيغام د ښاغلي مبارز کورنۍ او خواخوږو ته وړاندې کوي.


ښاغلی مبارز د هېواد د رسنيو يوه لويه سټه وه او د هېواد د مخکښو خبريالانو له ډلې پېژندل کېده. د ښاغلي مبارز مړينه د هېواد د رسنيو ستر کور لپاره يوه لویه او نه جبرانېدونکې ضايعه ده.