د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په خوست ولایت کې له بند څخه د درېیو سیمه ییزو خبریالانو د خلاصون هرکلی کوي.
په خوست کې د ناز راډیو د نشرانو مسوول اسماعیل سادات، د اقرا راډیو خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو خبریال احسان الله تسل چې د غوایي میاشتې په څلورمه نېټه، د سه شنبې په ورځ د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن منکر ریاست ته غوښتل شوي و، له پنځو ورځني بند ورسته په جنوب ختیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هڅو را خوشي شول.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له حکومتي مسوولینو څخه غوښتنه کوي، چې د رسنیو د سرغړوند اړوند مسایل د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د هغې ګډې کمېټې له لارې حل کړي، چې په وروستیو کې په دې ولایت کې جوړه شوې ده.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د حقونو د تامین په موخه په دوامداره توګه هڅې کوي.
