درېیم د مې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې رسنیزه اعلامیه

13 ثور 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه درېیم د مې چې د مطبوعاتو د آزادۍ له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د رسنیو د ملاتړ له ټولو نړیوالو او ملي سازمانو سره ځان یو ځای ګڼې او د دې ورځې نمانځنه کوي.


د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ د رسنیو د  ازادۍ په اساسي اصولو، له رسنیو څخه د دولتونو په ملاتړ، د رسنیو د آزادۍ د هر اړخیز وضعیت د ارزونې او د هغو خبریالانو چې د رسنیو د آزادۍ او رسنیز کار په برخه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ملګرو ملتونو ملتونو د عمومي مجمع د یوې پرېکړه لیک په ترڅ کې په ۱۹۹۳ کال کې تصویب شوه.


د دې سربېره چې د هېواد رسنیز سکټور په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له سختو ننګونو سره مخ و، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې موندنې ښیې چې په تېر یوه کال کې د نارینه خبریالانو په شمېر کې ۱۰ سلنه او د ښځینه خبریالانو په شمېر کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د کمېټې موندنې همدا رنګه ښیې، چې د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو را وروسته ۲۱ راډیوګانو، پنځو خبرې اژانسونو او درېیو تلویزیوني چینلونو په کار پیل کړی دی.


په تېره یوه کال کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت شوې او د یو شمېر رسنیو فعالیتونو ځنډېدلي دي. د دې سربېره خبریالانو اطلاعاتو د لاسررسي او خوندیتوب په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان و.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې لازم ګامونه واخلي. د دې سربېره، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه ټینګار کوي، چې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټولو قضایاو ته د ټولیزو رسنیو د قانون په چوکاټ کې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې رسیدګي وشي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له سرپرست حکومت څخه همدا رنګه غوښتنه کوي، چې د خبریالانو رسنیز کار د ملاتړ په برخه کې ملاتړي میکانیزمونه فعال او اطلاعاتو د خبریالانو لاسررسی اسانه کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د هېواد د رسنیز سکټور له ټولو شریکانو او ملاتړ کوونکو څخه غوښتنه کوي، چې د اطلاع رسوني د کار د لا پرمختګ او پیاوړتیا په برخه کې د رسنیو اقتصادي لاسنیوی وکړي او د خبریالانو او رسنیو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ګټورو پروګرامونو ته پام وکړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په هېواد کې خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو په برخه کې په دوامداره توګه خپلې هڅې کوي.