د بیګم او جوانان راډیوګانو د خپرونو د بیا پیل په اړه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هرکلی

Presee relase Pashto.jpg

5 حوت 1403

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې چې د بیګم او جوانان راډیوګانو د خپرونو د بیا پیل په اړه په دوامداره توګه هڅې وکړې او له اړوند مسوولینو سره د دې موضوع د حل په موخه په اړیکه کې وه، د دې دوو رسنیو د خپرونو د بیا پیل هر کلی کوي.


بیګم او جوانان راډیوګانو چې له خپل نشراتي جواز څخه د ناوړې ګټې اخیستنې له امله یې په وروستیو کې خپرونې ځنډېدلې وې، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پرېکړې په اساس یې بیا ځلې د فعالیت اجازه ترلاسه کړه.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د رسنیو او خبریالانو د سرغړونو قضیې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې حل و فصل کړي.


په اوسنیو شرایطو کې د دې رسنیو د خپرونو بیا پیل له دې سره مرسته کوي، چې وګړي کره اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او له مهمو موضوعاتو څخه خبر واوسي.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو د ستونزو د هوارې او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.