د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه، د رسنیو د ملاتړ نړیواله اداره (IMS (او د بې پولې رپورټرانو سازمان(RSF) د رسنیو له کورنۍ سره په یوه غږ، د ملګروملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خبریالانو ساتنې ته را بولي
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه، د رسنیو د ملاتړ نړیواله اداره او د بې پولې رپورټرانو سازمان د هیواد د رسنیزې کورنۍ له لیک څخه خپل ملاتړ اعلانوي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غواړي چې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو د را کمونې په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۸مه د افغانستان د رسنیو کورنۍ د ملګروملتونو امنیت شورا ته د خبریالانو او رسنیو پروړاندې د تاوریخوالو د زیاتیدو په اړه خپله اندیښنه د یوه لیک په ترڅ کې څرګنده کړه او له یادې ادارې څخه یې وغوښتل چې د تاوتریخوالو د راکمولو او دغه راز د هغو پر عاملینو د فشارراوستلو لپاره اقدام وکړي. دغه لیک په افغانستان کې د یوناما دفتر ته ورسپارل شو.
د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ دغه درېواړه ملاتړي بنسټونه همدا راز ټینګار کوي چې: د سولې لپاره خبرې اترې پرته له دې چې نړیوالې بنسټیزې ژمنې پکې ومنل شي او نړیوال بشري حقونه رعایت شي او له هرڅه زیات د جینوا کنوانسیون چې خبریالان او رسنۍ د ملکي خلکو او امکانو په توګه پیژني او له پوځي بریدونو یې خوندي کوي، یو نا مطلوبه او غیرعقلاني کار دی. د نړیوالو ژمنو منلو لپاره لازمي ده چې د رسنیو او خبریالانو امنیت او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي نه کول مراعات شي. د افغانستان خبریالان او رسنۍ باید د نړیوالې ټولنې او د هغې د تر ټولو لوړې ادارې( ملګرو ملتونو) له چوپتیا او بې پناه توب سره مخ نشي.
د رسنیو ازادي او پراختیا په دوو ورستیو لسیزو کې د افغانستان له لویو او مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي. له بده مرغه دغه لاسته راوړنه د هیواد د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله په شدت سره له ګواښ سره مخ ده او ددې ویره شته چې د نا امنیو له زیاتیدا سره به له منځه ولاړه شي. سره له دې چې افغان خبریالان د خبریالۍ د کارونو پر مخ بیولو لپاره لوړه روحیه لري، د ګواښونو زیاتیدا او د تاوتریخوالو د شمیرو لوړیدا په هیواد کې د رسنیز کار لپاره فضا ورځ په ورځ تنګوي.
له ۱۳۸۰(۲۰۰۱)کال راهیسې خبریالانو په افغانستان کې د خپل کار د ترسره کولو لپاره لوړه بیعه پرې کړې ده. د خبریالانو د وژنې وروستۍ پیښه د ډسمبر په ۱۰د بشري حقونو په نړیواله ورځ وشوه، د انعکاس راډیو ټلویزون خبریاله او د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز استازې ملاله میوند او دهغې موټرچلونکی طاهرخان په جلال اباد ښار کې د دوو ناپیژندل شویو کسانو له لوري د تمانچې په ډزو ووژل شول. تر ننه پورې کم له کمه ۱۰۰تنه خبریالانو د معلوماتو د رسونې دندې ترسره کولو لپاره ژوند بایللی دی. په دوی کې ۱۶تنه یې بهرنیان وو. په همدې موده کې ۶۰رسنیو باندې بریدونه شوي او ویجاړې شوي او د خبریالانو او رسنیو پروړاندې سلهاوو ګواښونه ثبت شوي دي. طالبان او داعش ډله د خبریالانو د وژنو او پر رسنیو د بریدونو تر ټولو د زیاتو مواردو مسوولیت پر غاړه لري.
د افغانستان د قوانینو له مخې د خبریالانو او رسنیو د امنیت ټینګښت د دولت له بنسټیزو دندو څخه ده. که څه هم د افغانستان د حکومت له لوري د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو څه هڅې شوې دي خو د تاوتریخوالو د مخنیوی او د خبریالانو پروړاندې د تاوریخوالو د عاملینو محکمې ته د راکاږلو په برخه کې د بسنې نه ول. د نورو عواملو ترڅنګ، په حکومتي ادارو کې د خبریالانو پروړاندې د تاوریخوالو د قضیو د تعقیبولو لپاره د جدي او معنا لرونکو هڅو نه کول، د موجوده جګړې پیچلتیا او نوي او کمزوري دولتي جوړښتونه او دغه راز د وسله والو مخالفو ډلو له لوري د یو زیات شمیر ګواښونو او تاوتریخوالو ترسره کول ددې لامل شوي دي چې افغانستان لا هم د خبریالانو پروړاندې د تاوریخوالو د مبارزې برخه کې لکه نورې برخې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ولري.
په همدې خاطر، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه، د رسینو د ملاتړ نړیواله اداره او د بې پولې رپورټرانو سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غواړی چې د امنیت شورا د ۱۷۳۸پریکړه لیک(د ۲۰۰۶کال د ډسمبر۲۳مه)، د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې د پریکړه لیک( د ۲۰۱۳کال د نوامبر د ۲۶مې) چې په جنګی سیمو کې د خبریالانو د حقونو د دفاع له اصلي ستنو څخه دي، د رسنیو له کورنۍ سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو د راکمونې په چاره کې مرسته وکړي. دغه دریواړه ادارې په دې باور دي چې له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ د تاوتریخوالو په ګټه دی. د قرباني شویو لپاره د عدالت پلي کول په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ او د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو د راکمولو لپاره یو اغیزناک ګام دی. دریواړه بنسټونه په دې برخه کې له نړیوالو بنسټونو سره خپله همکاري اعلانوي.
نیټه: د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر ۱۲مه
کابل – پاریس – کوپنهاگن
