کابل، افغانستان: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې خپل د ۲۰۲۰ کلنی ریپوټ د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو د وضعیت، د خبریالانو د هدفي وژنو، د بیان د آزادۍ حالت او د بیان او رسینو د آزادۍ پر وضعیت د سولې د پروسې د اغیزو په اړه، خپور کړ.
په دغه رپوټ کې په ځانګړي ډول د ۲۰۲۰ کال په جریان کې د خبریالانو عمومي وضعیت، د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو هدفي وژنې او د رسنیو په کار باندې د هغو اغیزې څیړل شوي، د حکومت له خوا د خبریالانو د وژنو د قضیو څېړل، د سولې خبرې او د بیان د آزادۍ څرنګوالی، د رسنیو آزادۍ او د بیان د آزادۍ د ساتنې په اړه بحث شوی.
په ۲۰۲۰ کال کې، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو پر وړاندې د تاوتریخوالو ۱۳۲ مورده چې پکې (ټپی کیدل، وهل ټوکل،تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند) شامل دي، ثبت کړي. د ۲۰۱۹ د شمیرو (۱۰۵) سره په پرتله، په دې کال کې د تاوتریخوالو کچه ۲۶ سلنه لوړه شوې ده.
په دغه کال کې ۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې پنځه یې د هدفي وژنو په پایله کې وو او ۲ د ماین د چاودنې له امله. ۱۸خبریالان او د رسنیو کارکونکي د دندې پرمهال ټپیان شوي دي، ۱۰ تنه خبریالان وهل ټوکل شوي او ۴۷ تنه نور ګواښل شوي دي. ۲۸ خبریالانو سره ناوړه چلند او سپکاوی شوی او ۱۳ تنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو سره د رسنیو د مسوولینو او مالکانو له خوا ناقانونه چلند شوی. ۷ تنه خبریالان تښتول شوي او له ۲ تنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو نه د دندې پر مهال خپل وسایل غلا شوي دي.
د کمیټې لخوا د را ټولو شویو شمیرو له مخې طالبان او داعش ډلې د خبریالانو پروړاندې د ډیری تاوتریخوالو او ګواښونو مسوولیت پر غاړه لري او حکومتي مسوولین او موظفین بیا په دویمه درجه کې دي. باید هیر یې نه کړو چې د حکومتي مسوولینو لخوا ترسره شوي ګواښونه او تاوتریخوالي د ډول له مخې یو څه نرم دي، په داسې حال کې چې د طالبانو او داعش لخوا ترسره شوي ګواښونه او تاوتریخوالي معمولا ډیر قهرجن او خونړي وي. حکومتي چارواکي اکثره لفظي ګواښونه او فزیکي بریدونه کوي، پداسې حال کې چې داعش او طالبان ډیری وختونه په رسنیو او خبریالانو مستقیم بریدونه کوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفي وایي، “د ۲۰۲۰ کال په پای کې د خبریالانو پروړاندې د مستقیمو او هدفي بریدونو له امله، د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو ترمینځ پراخه ویره او وحشت رامنځته کړی دی. دغه راز یادو بریدونو د رسنیو د تولید ظرفیت خورا ټیټ کړی دی او ځاني سانسور یې د رسنیو او خبریالانو ترمینځ پراخ کړی دی.” هغه وایي: “خو سره له دغو ګواښونو هم افغان زړور خبریالان او رسنۍ، د معلوماتو او اطلاعاتو د رسونې کار ترسره کوي او د خبریالۍ سپیڅلي مسلک ته دوام ورکوي.”
سربیره پردې د کورونا ویروس منفي اقتصادي اغیزو رسنۍ له مالي ننګونو سره مخ کړې دي، چې دغو ننګونو هم په خپل وار سره د رسنیو د تولید ظرفیت را کم کړی دی. د کرونا له امله رامنځته شوې مالي ستونزې ددې لامل شوې دي چې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
له دې سره په ۲۰۲۰ کال کې د هیواد رسنیزه کورنۍ په دوحه کې د سولې د پروسې په جریان کې د بنسټیزو او اصلي حقونو او له هغې ډلې نه د بیان آةزادۍ د ساتنې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له لوري د یوه منظم او منسجم پلان د نشتوالي په اړه خورا ډیره اندیښمنه کړې ده. له دې ارزښتونو سره د طالبانو ايډیالوجیک مخالفت د بیان د آزادۍ او د رسنیو د آزادۍ راتلونکې په اړه تشویشونه لا شدید کړي دي.
په دغه ريپوټ کې د بیان د آزادۍ او رسنیو د ساتنې د طرحې پر عملي کولو ټینګار شوی دی او د کمیټې په باور، د بیان او رسنیو د آزادۍ د کمیټې په جوړیدو سره به د سولې په جریان کې په دې اړوند د هیواد د رسنیزې کورنۍ اندیښنې تر یوه بریده راکمې شي.
په رپوټ کې همدا راز د شته ننګونو اړوند یو لړ ځانګړي وړاندیزونه خبریالانو، د رسنیو کارکونکو او رسنیو ته شوي او د افغانستان حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتل شوي چې د یادو مواردو او د افغانستان د رسنیزې ټولنې د وړاندیزونو په اړه جدي پاملرنه وکړي.
یادونه: په پښتو ژبه د ریپوټ د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.
